روسيه: پر مامورينو باندې نيوکه جرم دی؟
۱۳۸۵ بهمن ۱۸, چهارشنبهد دغې نيوکې له کبله پردغه ژورنالېست باندې دعوی شوېده. د روسيې د حکومتي ورځپاڼې ‘ روسيېسکايا گاسېتا ‘ د راپورله مخې، د ولاديمير د ولايت والي چې نيوکه پرې شوېده، د روسيې کورنۍ جاسوسي ټولنې ‘ اېف اس بې ‘ ته دنده ورکړې چې، د نيوکې کونکي ژورنالېست هوېت معلوم کړي اومحکمې ته يې راولي.
سپکاوی که هسې پلمه؟
په روسيې کې د يوه قانون پربنسټ، کوم چې تېرميلادي کال نافذ شو، پردولتي مأمورينوباندې ښکاره او علني نيوکه، په ځينوحالاتوکې، د افراطي عمل په توگه د مجازات کېدوسبب کېدای شي. په يوې ټاکلې پېښې کې يوه روسي ژورنالېست ديميتري » تاشليکوف «، د کوفروف د روسي وړوکي ښارپه انټرنټي څانگه کې، د نيکلای » وينوگرادوف « نومي والي د کارپرډول باندې نيوکه کړېده. د دولتي څېړونکوپه عقيده په دغې نيوکې کې بې ادبه او زيږ اصطلاحات کارشويدي. مگر يوفني نظرورکونکی ډاډه نه وو چې آيا استعمال شوي اصطلاحات واقعاً هم د نوموړي والي د سپکاوي سبب کېږي، کنه.
د بشر د حقوقو روسي کتونکي دغه پېښه د دې لپاره يوبل ثبوت گڼي چې، د ولاديمير په ولايت کې د عقيدې آزادي ورځ په ورځ ترلالوی فشارلاندې راوستل کېږي..