1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: پر سوريې بهرني فشار نه منو

۱۳۹۱ تیر ۸, پنجشنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، چي هیواد ئې په سوريه کي له سیاسي انتقال سره موافقه لري خو له هر هغه غربي فشار سره مخالف دئ، چي په نتيجه کښي ئې اسد له واکه گوښه کیدای شي.

https://p.dw.com/p/15NTv
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف، د پنجشنبې په ورځ هغه هیلي له منځه یووړې چې ویل کیدل، دغه هیواد کیدای شي چي د کوفي عنان له نوي پلان سره موافقه وکړي.

د کوفي عنان پلان دا دئ چي په سوريه کي یوه انتقالي اداره رامنځ ته کړي، چي په ترڅ کې ئې بشارالاسد له واکه وغورځول شي.

لاوروف ویلي دي، چي مسکو، له هر هغه پلان سره مخالف دئ، چي له دباندي څخه پر سوريې باندي تپل کیږي. لاوروف له خپل ترکي سیال سره یو ځای په یوه خبري کنفرانس کي وویل، چي د سوریې خلک باید د بشارالاسد برخه لیک وټاکي:

«بهرنیان باید پر سوريه باندي خپل پلانونه و نه تپي. موږ له بهر څخه پر سوريه باندي تپل شوي لاري نه شو منلای.»

لاوروف زیاته کړه چي په سوريه کي یوه سیاسي انتقال ته اړتیا لیدل کیږي، خو تر اوسه لا نړيوالو د سوریې له پاره د کوفي عنان پر نوي وړاندیز باندي موافقه نه ده کړې.

په نیویارک کي د ملگرو ملتونو دیپلوماتانو ویلي دي، چي د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ ځانگړي استازي کوفي عنان، په سوريه کي د کړکېچ د پای ته رسولو له پاره، د یوه انتقالي حکومت د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دئ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، چي روسیه په سوريه کي د تغیراتو او ریفورمونو د راوستلو ملاتړ کوي.

لاوروف دغه راز ویلي دي، چي د ژينو غونډي ته د ایران نه وربلل یوه تيروتنه ده، او له همدې امله ئې پر متحده ایالاتو باندي نیوکي کړي دي:

«ایران، د سوریې پر شرایطو باندي ډیر مهمه اغیزه لري. دا چي دغه هیواد په ژنيو کي د سوریې په اړه غونډي ته نه دی رابلل شوی، زه فکر کوم چې یوه اشتباه ده.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل