1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه هندوستان ته اټومي بټۍ جوړوي او جنګي الوتکو صادروي

۱۳۸۸ اسفند ۲۳, یکشنبه

روسيې اوهندوستان دجمعې په ورځ دملياردونو ډالرو په بيه د اټومي بټيو د جوړولو او جنګي الوتکو د صادرولو يو تړون لاسلیک کړی دی...

https://p.dw.com/p/MSXf
د روسيې د لومړي وزارت مرستيال سرګيي ايوانوف په نوي ډهلي کي ويلي دي، په دغه هستوي تړون کي په دریوو ځايونوکي تر 16 پوري د اټومي بټيو جوړول په پام کي نيول سوي دي.
د روسيې د لومړي وزارت مرستيال سرګيي ايوانوف په نوي ډهلي کي ويلي دي، په دغه هستوي تړون کي په دریوو ځايونوکي تر 16 پوري د اټومي بټيو جوړول په پام کي نيول سوي دي.انځور: DW/AP

لکه څنګه چي هندوستان ته د روسيې د لومړي وزير ولاديميرپوتين د سفر د ورسره هيت غړيوڅرګنده کړې ده روسيه به په راتلونکو کلونوکي په هندوستان کي تر 16پوري اټومي بټۍ جوړي کړي. سر بيره پر دې هندوستان د روسيې څخه د1,5 ملياردو ډالرو په بيه مګ 29 ډوله الوتکي اخلي.

د روسيې د لومړي وزارت مرستيال سرګيي ايوانوف په نوي ډهلي کي ويلي دي، په دغه هستوي تړون کي په دریوو ځايونوکي تر 16 پوري د اټومي بټيو جوړول په پام کي نيول سوي دي.

د روسيې داټومي دولتي کنڅرن روزاتوم مشرسرګيي کرينکو د وينا له مخه به د هغو له جملې څخه 6 بټۍ تر 2017 کاله پوري جوړي سي.

روسيه دهندوستان په جنوبي ايالت تاميل ندوکي همدا اوس هم دوې اټومي بټۍ جوړوي. پوتين اټومي قوت له هندوستانه سره د ګډکار د مهم او د ښه حاصل لرو نکي ساحه بللي ده.

روسيه داټومي انرژۍ په ساحه کي د نوي پوهي تر څنګ ډير پطرول او معدني ګاز هم لري، او د صنعتي کيدو په درشل کي ولاړ هيواد هندوستان انرژۍ ته دخپلو ورځ په ورځ ډيريدونکواړتياوو له امله د انرژۍ د نوو چينو د پيدا کولو په هڅه کي دی.

دواړو هيوادونو دجمعې په ورځ له روسيې څخه د مګ 29 ډوله جنګي الوتکو د اخيستلو تړون هم لاسليک کړی دی.هندوستان ته به ددغو الوتکو تسليمول به له 2012کال څخه پيل سي.

پوتين څرګنده کړې ده، چي ددواړو هيوادونوترمنځ د سوداګرۍ د اړيکو د ژورتيا لپاره د وسلو د نورو معاملو کيدل هم مهم بللي دي. تر2009 کاله پوري د هندو ستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ حجم 7,5 مليارډو ډالروته رسيدی. د دواړو هيوادونو د حکومتونو په اراده به دامبلغ 20 مليارډو ډالرو ته ډير کړای سي.

روسيه چي له 1950 کال راهيسي له هندوستانه سره ډيري نژدې اړيکي لري د نوموړي هيواد دپوځي وسايلو په سلوکي اويايمه برخه نوموړي هيواد ته صادروي.پدې وروستيو کي هندوستان د وسلو د اخيستلولپاره زيادتره نورو هيوادونو په تيره بيا د امريکا متحده ايالاتو اواسراييلو ته هم مراجعه کوله. خولدې نويو تړونونو سره روسيه هندوستان ته د وسلو دستر صادرونکي هيواد په حيث عرض اندام کوي.

پدې منځ کي دهندوستان مرکزي بانک خبر ورکړی دی، چي د اسعارو د نړيوال صندق لخوا د پورورکولو بهاداره سندونه به د لسو مليارډو ډالرو په ارزښت واخلي. د هندوستان مرکزي بانک ويلي دي، چي لدې کار څخه يې هدف دادی، چي د اسعارو د نړيوال صندق لخوا د پورونو د ورکولو توان، چي په نړيواله توګه هڅي ورته رواني دي زيات کړي.

د اسعارو نړيوال صندق، چي دنده يې نړيوال مالي نظام ته ثبات بخښل دي د مالي او اقتصادي بحران په ترڅ کي ډيرو هيوادونوته د مرستي لپاره پورونه ورکړي دي چي د هغو په ډله کي هنګري ،ایسلند، او ليتونيا هم شامل دي.

AFPD/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل