1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: موږ بايد دې ته کار وکړو تر څو نړۍ له اټومي وسلو خلاصه سي

۱۳۸۸ مهر ۲۱, سه‌شنبه

دواړه ولسمشران مدويديف او اوباما د بې وسلې کولو په هڅو کې جدي دي. هغوی غواړي دغه خبرې اترې په بريالۍ توگه پای ته ورسوي او دواړه له اتومي وسلو د يوې پاکې نړۍ خيال لري...

https://p.dw.com/p/K5Fb
د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويدف:«د امريکې د پخواني حکومت دپاره دغې موضوع له بده مرغه په بهرني سياست کې هيڅ لومړيتوب نه لاره»
د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويدف:«د امريکې د پخواني حکومت دپاره دغې موضوع له بده مرغه په بهرني سياست کې هيڅ لومړيتوب نه لاره»انځور: picture-alliance/ dpa

«دا چې دغه موضوع ډېر اهميت لري، په دې کې هيڅ شک نشته. موږ بايد دې ته کار وکو تر څو نړۍ له اتومي وسلو خلاصه شي. دا يوه گډه وظيفه ده، سره له دې چې ډېرو خلکو ته حل نه کېدونکې ښکاري. يوه نړۍ چې له اتومي وسلو څخه پاکه وي، دا هغه ايديال دی چې زموږ پر اجندا باندې بايد وليکل شي»

دا د روسيې د ولسمشر څرگندونې دي چې د يکشنبې په ورځ يې د روسيې په دولتي تلويزيون کې کړې دي. دا ځل نوموړي بيا هم په دې ټينگار وکړ چې د ده هېواد تل د بې وسلې کولو نوي تړونونه غوښتي وو.

«د امريکې د پخواني حکومت دپاره دغې موضوع له بده مرغه په بهرني سياست کې هيڅ لومړيتوب نه لاره»

د کريملين له خوا د بې وسلې کولو دوه مهم دلايل وړاندې کيږي. له يوې خوا د سرگوليو او توغنديو ساتنه او بشپړ ساتنه ډېرې پيسې غواړي. دا هغه پيسې دي چې د پوځ د تخنيکي سمبالښت او نوي نظم جوړولو په برخه کې لگول کېدای شي.

له بلې خوا د بې وسلې کولو د خبرو اترو له لارې سړی ښه نوم هم گټلی شي او له امريکايانو سره په يوه سويه خبرې کوي.

د امريکې ولسمشر په خپل وار غواړي وښېي چې دی له خبرو کولو وروسته اوس عملي ډکر ته وردانگي. دا چې د نوبل د سولې جايزه ورکړل شوه، نو دغه فشار لا پسې زيات شو. اوباما اوس چټکتيا پسې ډېروي. د امريکې د بهرنيو چارو وزيره کلينتن به له خپل سيال لاوروف سره د ستارت د تړون په تعقيب سره د تړون د يوې نوې مسودې په اړه خبرې او بحث کوي. له دوو مياشتو خبرو وروسته بايد لومړنۍ لاسته راوړنې موجودې وي.

«د ستارت تړون د دسامبر په درېمه نېټه ختميږي. په اصل کې مو خپلو منځگړو ته ويلي دي چې تر هغې پورې دې خبرې اترې پای ته رسېدلې وي».

دا چې مدويديف وايي «په اصل کې بايد خبرې خلاصې شوي وي»، څرگندوي چې تر هغې پورې به ټول جزيات لا سپين شوي نه وي. بحثونه په دې باندې روان دي چې په کوم اساس به اتومي وسلې وشمېرل شي. روسيه د ټولو اتومي سرگوليو محدودول غواړي، چې په هغو کې په زېرمو کې پرتې سرگولۍ هم راځي. امريکا غواړي چې يوازې پر توغنديو لگول شوې سرگولۍ کمې کړي.

د دفاعي چارو په برخه کې به په نورو موضوعگانو هم بحث وشي. اوباما د چک په جمهوريت او پولنډ کې د توغنديو له دفاعي ډال څخه فاصله نيولې ده، خو تر اوسه لا څرگنده نه ده چې آيا متحده آيالتونه به له روسيې سره د هغوی د يوې گډې دفاعي حلقې د جوړولو خيال ومني. د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاوروف وويل:

«د گډ کار څخه مو مقصد دا دی چې: موږ بايد گواښونه او خطرونه په گډه وڅېړو. د مخنيوي پر چارو باندې گډ کار وکو او په گډه يې سر ته ورسوو»

Nagel, Christina/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل