1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه له افغانستان سره پوځي مرسته ته دوام ورکوي

۱۳۹۴ آذر ۴, چهارشنبه

د روسيې د فدرالي شورا رئيسې ويلي دي چي هيواد ئې په افغانستان کي د ثبات له ټينگښت سره لېوالتيا لري او دغه هيواد ته به په بلاعوضه توگه د وسلو او پوځي مهماتو ورکولو ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/1HCGx
Russland Syrien Militärhilfe
انځور: picture-alliance/dpa/ ITAR-TASS

د روسيې د فدرالي شور ا رئيسې ولنتينا ماتوينکو، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۲۴مه) د افغانستان د مشرانو جرگې د رئيس فضل احمد مسلميار په مشرتوب له افغان استازو سره په ليدنه کتنه کي وويل: «موږ به له افغانستان سره د وسلو او پوځي تجهيزاتو بلاعوضه مرستو ته دوام ورکو.»

هغه زياته کړه: «روسيه په افغانستان کي له يوه پياوړي او پايښت لرونکي حکومت سره لېواتيا لري. موږ به ستاسو له هيواد سره د پوځ او پوليسو په رونه او تجهيزاتو کي بلاعوضه مرستي نوري هم وکاندو.»

د روسيې د فدرالي شورا رئيسې وويل چي هيواد ئې د افغان حکومت د هغه اقدام هرکلی کوي چي د خپل هوايي ځواک د نوي کولو هڅي کوي.

هغې وويل چي اوس افغان هوايي ځواک ته د درو جنگي څرخۍ الوتکو پر ورکولو باندي کار روان دئ.

ولنتينا ماتوینکو وويل چي روسيه د افغانستان په يوه ولايت کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» د فعاليتونو په اړه اندېښمنه ده.

په شانگهای همکاريو سازمان کي د افغانستان د غړيتوب هڅي

د روسيې د فدرالي شورا رئيسې ولنتينا ماتوينکو دغه راز له افغان استازي سره په مسکو کي د ليدني کتني پرمهال وويل چي هيواد ئې د افغانستان د هغو هڅو ملاتړ کوي چي غواړي د شانگهای د همکاریو سازمان غړی سي.

افغانستان څه موده وړاندي په رسمي توگه په شانگهای همکاريو سازمان کي د بشپړ غړيتوب غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د مشرانو جرگې مشر فضل احمد مسلميار د روسيې په فدرالي شورا کي د خبرو پرمهال وويل چي په افغانستان کي پټ سوي تروريستان د ټولي سيمي او نړۍ له پاره گواښ دئ.

د هغه په خبره نړۍ بايد له افغانستان سره د تروريستانو په ټکولو او ورکولو کي مرسته وکړي. هغه وويل: «لکه په عراق او سوريه کي چي افراطي ډله «اسلامي دولت» نړيوال گواښ بلل کيږي، په افغانستان کي مېشتي وسله والي ترهگري ډلي هم بايد نړیوالو ته گواښ وبلل سي او د هغوی پرضد بايد مبارزه وسي او له افغانستان سره د هغوی پرضد مرسته وسي.»

هغه روښانه کړه چي په افغانستان کي مېشتي تروريستي ډلي نه يوازي د سیمي، بلکي د نړۍ له پاره په هغه ډله کي روسيې ته گواښ دي.»