1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسيه له افغانستانه د پوځي تجهيزاتو په وتلو کي خنډ کېدای نسي»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۲۲, پنجشنبه

د امريکا يوه لوړ پوړي قوماندان ويلي دي چي که حتی روسيه په خپله خاوره کي د نړیوالو ځواکونو د تجهيزاتو د انتقال پر مخ خپله لاره بنده هم کړي، له افغانستان څخه به د ځواکونو د تجهيزاتو د انتقال په بهير کي خنډ پېښ نه سي.

https://p.dw.com/p/1BOuz
انځور: Reuters

د کريميا نيمه ټاپو پر سره د امريکا متحده ايالاتو او روسيې ترمنځ خړپړتيا ته په کتو سره، په افغانستان کي د ناټو په چوکاټ کي د امريکايي ځواکونو قوماندان د امريکا سنا ته ډاډ ورکړی دی، روسيه کولای نه سي چي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د راوتلو په پروسه کي خنډ سي.

جنرال جوزف دانفورد په سنا کي د وسله وال ځواک کمېټې ته وويل چي «زه بېخي ډاډه يم چي موږ به د پلان له مخي له افغانستان څخه خپل تجهيزات را وباسي.»

د جنرال دانفورد د دې خبرو په اړه، سناتور جان مک کين و پوښتل: «حتی که روسان خپلي لاري هم بندي کړي؟» دانفورد جواب ورکړ: «بلې سناتور».

دغه امريکايي جنرال وويل: «موږ په دغه سيستم کي انعطاف پذيره يو او زه اصلاً اندېښنه نه لرم چي د شمال لاره به له لاسه ورکړو.» له شمال څخه د دانفورد منظور د مرکزي آسيا له لاري د خپلو تجهيزاتو ايستل دي.

په افغانستان کي بهرني ځواکونه
په افغانستان کي بهرني ځواکونهانځور: picture-alliance/dpa

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د تجهيزاتو د ايستلو اصلي لاره تر اوسه لا د پاکستان له لاري ده، خو له هغه وروسته چي د امريکا او پاکستان ترمنځ اړیکي خړي پړي سوې او پاکستان خپل سرحدونه د څه مودې له پاره بند کړل امریکا د وتلو د يوې بدلي لار په تلاښ کي سول.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاعي چارو چارواکي وايي چي اوس هم په افغانستان کي د دوی د ځواکونو ۴۰ سلنه اکمالات د پاکستان له لاري ترسره کيږي.

د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما په کريميا نيمه ټاپو کي د پوځي مداخلې په تړاو روسيه په بنديزونو گواښلې ده.

د بشپړه وتلو خبرداری

جنرال دانفورد ويلي دي چي له کابل سره دوه اړخيز امنيتي تړون بايد تر سپتمبر مياشتي پوري لاسليک سي، که نه نو امريکا او ناټو بايد بشپړه وتل پيل کړي. دغه امنيتي تړون په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي. خو ولسمشر کرزي تر اوسه پوري د دغه تړون له لاسليکولو څخه ډډه کړې ده.

دانفورد، زياته کړې ده چي د امنيتي تړون نه لاسلیکولو تر اوسه پوري لوژستيکي ستونزه پيښه کړې نه ده. هغه ويلي دي که دغه تړون د روان کال تر جولای او اگست مياشتي پوري لاسليک نه سي د پوڅونو د وتلو پروسه به يو څه پېچلې سي، خو د مديريت وړ ده.