له افغانستانه د تروريزم د «صادرولو» ويره
۱۳۹۲ دی ۶, جمعهنيکولای پاتروښوف، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر۲۶) د «روسيې ورځپاڼي» سره په مرکه کي ويلي دي چي افغانستان کيدای سي تر هغه نور هم زيات لکه د نړیوالو ځواکونو تر ورتګ دمخه د نړيوال تروريزم او افراطيت په يوه ستر «صادرونکي» باندي بدل سي.
«نه يوازي دا چي افغانستان په سيمه کي د تاوتريخوالي د نغري په توګه پاته سوی دی، هغه کېدای سي چي د نړيوال تروريزم او مذهبي افراطيت په يوه فعال «صادرونکي» باندي بدل سي او تر هغه هم زيات له که د نړيوالو ځواکونو تر ورتګ دمخه.»
هغه زياته کړې ده، ځکه نو موږ بايد د افغان امنيتي ځواک په روزلو کي نوره هم ډېره مرسته وکړو، بنسټيزي پروژې پلي کړو او د دغه هيواد افتصاد ته پراختيا ورکړو.
د روسيې د امنيت شورا عمومي منشي ويلي دي چي «په افغانستان کي امنيتي وضعيت داسي دی چي تر ثبات ټينګولو پوري لا ډېر وخت پاته دی.» د هغه په خبره خلک يقيني نه دي چي افغان حکومت دي وکولای سي د راتلونکي کال په اپريل مياشت کي د جمهوري رياست پلان سوي ټاکني تر سره کړي.
د مخدره موادو ستونزه
د پاتروښوف په خبره په افغانستان کي تر ټولو جدي ګواښ د مخدره موادو قاچاق دی، چي د نړيوال تروريزم له مالي ملاتړ سره نژدې اړيکي لري:
«زموږ د افغان او لوېديځو شريکانو د هغه اعلان سره سره چي وايي له مخدره موادو سره مبارزه يې لا پياوړې کړې ده، په دغه هيواد کي د کوکنارو کښت نورهم د پراختيا په حال کي دی.»
هغه زياته کړې ده: «په دغه برخه کي وضعيت کېدای سي چي نور هم پېچلی سي، ځکه يو شمېر هيوادونه غواړي چي دا وښيي چي له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کي مرستو ته اړتيا لري.»
د روسيې د امنيت شورا د عمومي منشي نيکولای پاتروښوف په خبره دا به زموږ په ګټه وي چي د خپلواکو مشترک المنافع په اسياسي هيوادونو کي په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په تړاو ثبات نور هم ټينګ کړو.
هغه ويلي دي: «د ګواښونو د مخنيوي په برخه کي تر هرڅه لومړی بايد موږ خپل سرحدونه ټينګ کړو او هلته کنترول تقويه کړو. په لومړي سر کي بايد د تاجيکستان او افغانستان سرحد ټينګ سي.»