1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه ـ د الوتکې په لوېدلو سره ۶۲ انسانان ووژل شول

۱۳۹۴ اسفند ۲۹, شنبه

له دبۍ څخه په لاره شوې يوه سپرلۍ لېږدونکې الوتکه د روسيې د رستوف ښار هوايي ډګر ته د کوزېدلو په درشل کې لوېدلې او سوځېدلې ده. ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IGIx
انځور: picture-alliance/AP Photo

د دون سيند ته پروت د رستوف ښار، د روسيې په سويل لويديځ کې د اوکراين پولې ته څېرمه پروت دی. لوېدلې الوتکه د «فلای دبۍ» ارزان قيمته هوايي کرښو ۷۳۷-۸۰۰ ډوله بوينګ الوتکه وه.

د روسي چارواکو په وينا په دغه الوتکه کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۵۵ سپرلۍ او اووه تنه د عملې غړي ناست ول. په سيمه کې د بېړنيو پېښو د وزارت يوې وياندې لومړی له ۶۱ سپرو کسانو او قربانيانو څخه خبرې کړې وې. په دغه پېښه کې هيڅ څوک هم ژوندی پاته شوی نه دی.

د الوتکې ټوټې په يو کيلومترۍ کې خورې ورې پرتې وې

په سيمه کې د فاجعې د رامنځ ته کېدلو پر مهال هوا توپانۍ وه. د امنيتي ادارو يوه چارواکي د «تاس» په نوم اژانس ته ويلي دي چې الوتکې د سختو شرايطو لاندې ناسته نه شوای کولای او په ساعتونو يې دورې وهلې دي.

د بيا کښېناستلو پر مهال بيا هغه ولوېدله. د دغې بوينګ الوتکې يو وزر له ځمکې سره په تماس کې راغی، بيا مات شو او اور يې واخيست. لکه څنګه چې د «لايف نيوز» په نوم تلويزيوني چېنل ويلي دي، الوتکه له ځغاست ليکې څخه تقريبا سل متره لېرې شوې وه. يو ساعت وخت يې ونيو څو چې اور په کنترول کې راوستل شو. ژغورونکې عملې وروسته د يو کيلومتر په شاوخوا کې د الوتکې ټوټې او پرزې وموندلې.

جزايي پلټنې

روسي چارواکو د امنيتي مقرراتو څخه د سرغړونې په تور جزايي پلټنې پيل کړې دي. هغوی د پيلوټ له خوا شوې تېروتنه هم له امکانه لېرې ونه بلله. د فلای دبۍ په نوم هوايي شرکت د الوتکې د لوېدلو د پېښې پخلی کړی دی او د قربانيانو د خپلوانو له پاره يې يوه تليفوني معلوماتي ليکه قايمه کړې ده.