1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه غواړي خپل پوځ کوچنی،خو چټک او اغيزمن کړي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۸, جمعه

کله چه د مې پر ۹ روسيه د مسکو په سره ميدان کښي پر نازي آلمان باندي بری لمانځي، نو به يو قوي خو نامطمينه اردو د هغه څخه تيره سي . ځکه چه روسيه اوس په خپل پوځ کي اصلاحات راولي ...

https://p.dw.com/p/HmPM
روسي ټانکونه په 2008 عيسوي کال کښي د ګرجستان سره تر جنګ وروسته
روسي ټانکونه په 2008 عيسوي کال کښي د ګرجستان سره تر جنګ وروستهانځور: AP

او 200000 منصبداران به په راتلونکو کلو کښي د پوځ څخه ايستل کيږي . ددې خبري ضرورت د روسيې او ګرجستان سره په وروستي جنګ کښي نور هم ښه معلوم سو،چه بايد روسي پوځ کوچنی،خو چټک او مؤثره وي .

د 2008 ميلادي کال د آگست په مياشت کې روسي ځواکونه په جنوبي اوسيتيا کې د گرجستان پوځ ته په يو څو ورځو کې ماته ورکوي . دا لومړی ځل وو، چې روسان د شوروي اتحاد تر ړنگېدو وروسته د خپل هېواد څخه دباندي جنگېدل . داسې ښکارېدل چې بيا پياوړي شوي روسيې نړيوالو ته خپل قدرت وروښودۍ .

د ډگرجنرال الکزي فومين Alexej Fomin له نظره دې سفربرۍ د روسي پوځ کاواکه (ضعيفه)ټکي هم په ډاگه کړل . نوموړی جنرال وايي :«کله چې زموږ 58 لمبر پوځ بېرته راووت، وسلي او تخنيک په لاروکي خراب سول او د مرمت او جوړيدو د پاره يې هېڅ شی موجود نه وه . د جگړې چمتووالی ډېر خراب دئ . هېڅ معقول ځواب ورته موجود نه وو. نو ځکه گرجيان په دې وتوانېدل چې تر شينوالي Zchinwali پورې مخته ولاړ شي . »

دغه متقاعد جنرال د روسي افسرانو د نړيوالې ټلوالي مشر دئ . د ده ټلواله په سمښتونو کې د پوځ يوه بله کمزورتيا ويني . دی په دې کار کې د روسي پوځ بربادي ويني .

خو د روسيې لوی درستيزتوب بيا برعکس په دې اصلاحاتو کې د جگړو خپلي تجربې په کار اچوي . لوی درستيز نيکولای مکاروف Nikolai Makarow د خپلو عسکرو له حملو وروسته پر ځان باندي دا نيوکه وکوله چې روسي پوځ د سيمه ايزه کشالو په مقابل کي ډېر کاواکه دئ . د اوامرو سلسلې ډېري اوږدې دي .

Russland Wahlkampf Wahlen Armeeangehörige gehen in Moskau zur Wahl
انځور: AP

نظامي کارپوه الکزاندر گولڅ Alexander Golz بيا دا اقرار وکړ، چې کريملين په تېرو کالونو کې د نوو وسلو لاس ته راوړلو ته ډېري پيسې ورکړي، خو د پوځ حالت دغومره نه دئ بهتره شوی چې د احساس وړ وي . گولڅ وايي ،« د گرجستان د جگړې نتايجو دغه اصلاحات ډېر گړندي کړل . ځکه روښانه سوه چې : که په اوسني پوځي جوړښت کې هر څومره پيسې ولگول شي، بيا هم داسي ورکيږي، لکه چا چې هسې گوگ ته غورځولي وي . دا ثابته شوې، چې بنسټيز بدلونونه حتمي او ضروري دي . »

اساسي بدلونونه خو اصلاً دا دي چې : روسي مشرتابه به په راتلونکو کالونو کې دوه لکه پوځيان بيکاره کوي . تر 2012 کاله پورې بايد د روسي جنگيالو شمېر نيمايي اندازې يعنی څه ناڅه يو مليون کسانو ته را کم کړل شي . ددفاع وزير اناتولي سرديوکوف Anatoli Serdjukow غواړي د کادر په نامه فرقې بيخي له منځه يوسي . دا هغه فرقې دي، چې په نورمال حالت کې يوازي او يوازي افسران لري او د جنګ په وخت کې بيا احتياط ورکول کيږي .

بياهم الکزاندر گولڅ وايي،«د روس پوځ خپل موجوديت بدلوي . پر ځای د دې چې لويو جگړو ته د مليونو عسکرو په موجوديت سره ځان تيار کړي،له اټومي وسلو پرته به نور يوازي د دې توان ولري چې په سيمه ايزو لانجو کې مداخله وکوي او نور څه نه . دا کار د خارجي سياست له نظره د ډير اهميت وړ دئ . او دا ځکه چې په دې سره په به معلومه سي، چې د ناټو د پوځونو برلاسيتوب نورخپل هر ډول مفهوم له لاسه ورکوي .»

دا په دې معنی چې مسکو د هېواد د دفاع په خاطر پر اټومي وسلو تکيه کوي، او ناټو ته نور د اصلي خطر په سترگه نه گوري . الکزاندر گولڅ وايي چې له دې سره نوره نود سړې جگړې زمانه تېره ده .

سره له دې چې پوځي مشرتابه غواړي پوځ دغومره کم کړي، چې د غم خوړلو وړ وي، مگر بيا هم پوځي کارمندان د خپلو دندو له خاطره اندېښمن دي . پخوانی جنرال فومين په ډاگه کوي ،

«افسرانو سخت ټکان خوړلی دی . ډير کسان نه پوهيږي چې څه به کوي . دوی هر کار پرغاړه اخلي، تر څو خپلو کورنيو ته خواړه پيداکړي . ولو که دوی ته د کورونو ژمنې ورکول کيږي، خو دا وعدې به هېڅکله عملي نسي .»

ايريک البريښت /عارف وردگ

کتونکی : محمد قاسم نوري