روسيه: د بشرحقوق او د اروپا د شورا مشري
۱۳۸۵ خرداد ۱۳, شنبهخو د روان هجري لمريزکال دغويي ياثور د مياشتې له ٢٩ نيټې راهيسې، روسيه د شپږومياشتولپاره د اروپا د شورا مشري په لاس کې لري. روسيه، هغه هيواد چې په بشپړې بې پروايۍ اوډاروونکي ډول د بشربنسټيزحقوق ترپښولاندې کوي. د بيلگې په توگه په چيچينياکې.
که څه هم چې د اروپايي ټولنې ټولوهيوادونوته په چيچينياکې د روسيې وحشتناک چلنداوظلمونه ښه معلوم دي، سره له دې هم د روسيې پرضدجدي عمل نه کوي. د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ د اروپااومرکزي آسيا د څانگې مشره ريچل » ډينبر « وايي: » د حيرانتياځای دی چې اروپايي ټولنې پريکړه کړيده چې د چيچينياله کبله، د ملگروملتونو د بشر د حقوقوپه کميسيون کې هيڅ شی هم ونکړي. «
د غيبولو ميتود
ريچل » ډينبر « د چيچينيانو د غيبولوپه هکله وايي: » په چيچينياکې له ١٩٩٩ ميلادي کال راهيسې په زرگونوانسانان ورک شويدي او د روسيې دولتي ادارې پرې خبرې دي. «
په چيچينياکې د بشر د حقوقو د سيمه ايزوټولنو د اټکلونوله مخې، د روسيې اوچيچينياترمينځ په ١٩٩٩ ميلادي کال کې د شخړې له پيل راهيسې، ٣٠٠٠ تر ٥٠٠٠ تنه چيچينيان » ورک « شويدي.