1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسيه د ايران له هوايي حريمه کار اخيستلای سي»

۱۳۹۴ شهریور ۱۹, پنجشنبه

روسيه اجازه لري چي سوريې ته د ايران او يونان له هوايي حريمه کار واخلي. په سوريه کي د روسيې پوځي حضور د امريکا متحدو ايالاتو او ناټو د اندېښنې سبب سوی.

https://p.dw.com/p/1GU1l
Norwegen Russland Kampfflugzeug Su-34 eskortiert von norwegischem Flugzeug
انځور: Reuters/Norwegian Air Force

ايران روسيې ته اجازه ورکړې ده چي سوريې ته د پروازونو له پاره ئې له هوايي حريمه کار واخلي. اسوشېتد پريس خبري آژانس د روسيې د خبري آژانسونو په حوالي ليکلي دي چي ايران له هغه وروسته روسيې ته اجازه ورکړه چي له هوايي حريمه ئې کار واخلي چي بلغاريا پر روسيې باندي خپل هوايي حريم وتاړه.

د روسيې خبري آژانسونو په تهران کي د روسيې سفارت د وياند ماکسیم سوسلوف، په حواله خبر ورکړی دئ چي ايران روسيې ته اجازه ورکړې ده سوريې ته د الوتنو له پاره ئې هوايي حريم وکاروي. دغه خبر تر اوسه د ايران له خوا تائيد سوی نه دئ.

رويترز خبري آژانس ليکي چي يونان هم روسيې ته اجازه ورکړې ده چي سوريې ته د پروازونو له پاره ئې له هوايي حريمه کار واخلي. دغه خبر په آتن کي د روسيې سفارت ورکړی دئ.

روسيه په داسي حال کي سوريې ته د پروازونو په لټه کي ده چي په دې وروستيو کي په سوريه کي د روسيې د پوځي حضور په اړه تاوده بحثونه راپورته سوي دي.

يوه امريکايي چارواکي د شنبې په ورځ له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي ول چي دوی ته داسي شواهد په لاس ورغلي دي چي روسیه د سوريې په يوه هوايي اډه کي د خپل حضور د پياوړتيا په لټه کي دی.

د امريکا يوه دفاعي چارواکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي د دوی د مشاهداتو له مخي روسيې د سوريې لاذقيه ښار ته بېلابېل پوځي تجهيزات انتقال کړي دي.

خو روسيې ويلي دي چي له سوريې سره ئې هيڅ وخت خپلي پوځي مرستي پټي ساتلي نه دي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندي ماريا زخاروا، ويلي دي: «دا يووار بیا تکراروو چي په سوريه کي د روسيې پوځي کارپوهان سته څو له روسۍ وسلو د کار اخيستلو په برخه کي سوريايان وروزي.»