1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسيه: د افغانستان-پاکستان سرحدي سيمه د تروريستان د توليد ماشين دی

۱۳۸۹ آبان ۱۹, چهارشنبه

د روسيې د داخلي امنيت مشر په دوشنبې کي ويلي دي چي د افغانستان-پاکستان سرحدي سيمه او په هغه پوري نوري تړلي سيمي د ترويستان د «توليد په ماشين» بدلي سوي او هم دغسي پاته دي.

https://p.dw.com/p/Q3Z3

د الکساندر برتنيکوف په خبره ددغي سيمي د توليد څخه اوس ټول مشترک المنافع هيوادونه کړيږي.

تيره ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کي د مشترک المنافع هيوادونو د امنيتي مسولينو تر منځ ۲۹ غونډه جوړه سوې ول.

د روسيې د داخلي امنيت مشر په يوه خبره غونډه کي وويل چي افغانستان او پاکستان چي اوس د توريستانو او افراطيت د توليد په ماشين ګرځېدلي نه يوازي د مشترک المنافع هيوادونو، بلکي د ټولي نړۍ دپاره خطر دي.

د الکساندر برتنيکوف په خبره ددې څخه هم ويره سته چي اوس د طالبانو فعاليتونه د افغانستان په شمال کي د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سرحدونو ته را نږدې سوي دي.

هغه وويل« موږ د افغانستان سره د مشترک المنافع هيوادونو سرحدونه ډير ځير څارو چي هلته څه روان دي او ډير ټينګ مو تر کنترول لاندي دي.»

په غونډه کي د ۱۱ هيوادونو د خاصو ادارو له استازو څخه د ۹ هيوادونو استارو برخه درلوده. د ازبکستان او ترکمنستان استازي، لکه د فرانسې، ايټاليې او جرمني استازو د کتونکو په توګه ونډه لرله.

د روسيې د داخلي امنيت د مشر په خبره د فرانسې، جرمني او ايټاليې استازي د ۶ کلونو را په دېخوا زموږ په غونډو کي حاضروي ولي موږ اوس هغو د تروريزم سره په مبارزه کي همکارۍ ته را بولو چي دا بايد نه يوازي په مشترک المنافع هيوادونو پوري تړلې پاته سي بلکي ټول بايد هلي ځلي وکړو.

په غونډه کي د سرحدي کرښو د ساتلو، تروريستانو د فعاليتونو او د امنيتي ادارو تر منځ د معلوماتو د راکړي ورکړي پر موضوعګانو باندي هم خبري سوي.

د يادولو وړ ده چي وروسته له هغه چي په افغانستان کي وسلوالو طالبانو د خپلو فعاليتونو لمن د افغانستان شمال ته پراخه کړه اوس د مرکزي آسيا يو شمېر هیوادونه په سخته ويره کي دي چي دغه افراطيت ددوی و خوا ته ور و نه غځېږي.

تاجکسان خو همدا اوس ورسره سخت لاس او ګريوان دی.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم