روسيه او امريکا د سوريې کړکېچ سياسي حل غواړي
۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبهاعلان
د روسیې او متحده ایالاتونو له نظره، د سوریې کړکیچ له یوې سیاسې لاري د حل کیدو امکان لري. د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړي استازي اخضر ابراهیمي د داوړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو له مرستیالانو سره په ژنيو کې تر لیدنې کتني وروسته وویل: د روان کړکیچ د ختمولو له پاره یوه سیاسي پروسه «اړینه او اوس هم ممکنه» ده. د رپوټونو په حواله د بشارالاسد د رژیم پر ضد تر پاڅون وروسته په دغه کړکیچ کې شاوخوا ۴۰ زره انسانان تلف شوي دي. روسیې په دې شرط چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د استعفاغوښتنه وجود و نه لري، د ژنيو په خبرو اترو کې د گډون له پاره چمتووالی ښودلی دی.