زیاتره هغه مهاجر چې آلمان ته راغلي له هغو ناخوالو له کبله چې په خپلو ټاټوبو او یا هم د مهاجرت پر لار ورسره مخامخ سوي، تر سختو روحي فشارونو لاندی دي. خو هغوی څنگه او چیرې مرسته تر لاسه کوي؟ د برلین «شاریتي» کلینیک یو له هغو مرکزونو څخه دی چې د دغه ډول کسانو پالنه کوي او آن ځیني وخت د هغوی په خپله مورنۍ ژبه.