روتيک: نړيواله ټولنه په افغنستان کي ناکامه ده
۱۳۹۲ مرداد ۱۵, سهشنبهآلمان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري یې د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی دی. خو دغه هیواد په عین حال کې روښانه کړې ده چې تر دې نیټې وروسته به هم په افغانستان کې له۶۰۰ تر ۸۰۰ تنو پوري سرتیري وساتي چې دنده به يې یوازې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه وي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د پوځیانو اتحادیه بیا غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې یو شمیر آلماني جنگي ځواکونه پاته شي ترڅو حالات کابو او په دغه هیواد کې د میشتو آلمانیانو ساتنه وکړي.
اوس نو پوښتنه دا ده چې آیا په افغانستان کي د نړیوالو ځواکونو تر یوولس کلن حضور وروسته هم د دغه هيواد شرایط دومره حساس دي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم باید بهرني ځواکونه يې په امنیت ټینگولو کې مرسته وکړي؟
د افغانستان د شنونکو د شبکې یا Afghanistan Analyst Network مرستیال توماس روتیک، په دې نظر دی چې د آلمان د پوځیانو د اتحادیې غوښتنه پر ځای ده. هغه وایي: «د دې له پاره چې وضعیت ډیر حساس دی، نو د آلمان د پوځیانو اتحادیه سم نظر لري. په افغانستان کې اوس هم د ۲۰۱۱ کال په څیر بې امنیتۍ موجودي دي. په دې کال کې تاوتریخوالی خپل تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی. افغانان په خپل هیواد کې د امنیت احساس نه کوي. هغه کسان چې له حکومت سره مرسته کوي، د طالبانو له خوا وژل کیږي او یا لږ تر لږه د هغوی له گواښ سره مخامخ کيږي.»
د افغانستان د چارو دغه کارپوه وایي چې نړیوال ځواکونه په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان د امنیت په ټینگولو کې پاته راغلې دي. هغه روښانوي چې طالبان هم اوس پیاوړي دي او په افغانستان کې د بیارغونې چارې هم په هغه شان چې باید پر مخ تللې وای نه دي ترسره شوې.
روتیک وایي چې نړیوالو ځواکونو د افغانستان د ماموریت په برخه کې ډیري اشتبا گاني کړي دي. هغه وايي: «که څه هم د طالبانو رژیم په لومړي سر کې ړنگ شو، خو بیا وروسته بیرته هغوی پياوړي شول.»
روتیک پر افغان حکومت باندي د ادارې فساد تورونو ته اشاره کوي او وایي، دا چې نړیوال ټولنه د دغه حکومت ملاتړ کوي نو تر یوه حده پورې یې د افغانستان ماموریت ته زیان رسولی دی. هغه وایي: «نړیواله ټولنه د یوه فاسد حکومت ملاتړ کوي. په دې ترتیب سره نو هغه هیوادونه چې افغانستان ته یې خپل پوځیان استولي دي، د خپلو ادعاو پر خلاف اقدامات کوي.»
نړیواله ټولنه غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکون پر روزنه باندي ډیر تمرکز وکړي. اوس مهال افغانستان له ۳۵۰۰۰۰ ډیر امنیتي ځواکونه لري خو ډیر وخت د دغو ځواکونو پر وړتیاو او همداراز د هغوی د لږو تجهیزاتو په اړه اندیښنې څرگندیږي.
دا په داسې حال کې ده چې توماس روتیگ وايي چې که څه افغان امنیتي ځواکونه ضعیفه نه دي، خو بیا هم کیدای شي چې د خپل منځي اختلافاتو له کبله دغه ځواک وپاشل شي.
د روتیگ په اند د افغانستان راتلونکي ټاکني د دغه هیواد له پاره ډیري مهمې دي. هغه وایي چې که په دغو ټاکنو کې درغلۍ وشي نو له کبله به یې یو کړکیچ رامنځ ته شی.