1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روانډا د فرانسې حکومت د هغه هيواد په عام وژنه تورن کړی دی

۱۳۸۷ مرداد ۱۷, پنجشنبه

په يوه راپورکي چي 500 پاڼي دی، د روانډا حکومت هغه څه په گوته کړي دي چي د هغوي په وينا په ډليزه وژنو کي د فرانسې د لاس لرلو حقايق دي

https://p.dw.com/p/EsOu
په روانډا کي د 1994 ميلادي کال په عام وژنه کي په سلهاو زره انسانان ووژل سولانځور: AP

په دغه راپور کي ويل سوي دي چي فرانسه نه يوازي دا چي د مخه لاد اولس وژني په پلانونو خبره وه بلکي فرانسې ددغو پلانونو ملاتړ هم کاوه.

پاريس د روانډا هغه تورونه رد کړي دي چي وايي د فرانسې پوځ او حکومت د 1994 ميلادي کال په اولس وژنه کي لاس درلودی. اوس پوښتنه داده چي ايا د روانډا هيواد دغه تورونه بې بنسټه دي او که دوی کوم شواهد هم لري.

په دغه راپور کي پر فرانسوي سرتيرو د هوټو مليشو د تربيه کولو تور لگول سوی دی چا چي د ټوټسي او د منځپلوه هوټو 800000 انسانان ووژل. پر فرانسوي سرتيرو دا تورهم لگول سوی دی چي دوی په ټول وژنه کي پخپله هم فعاله رول لوبلوی دی او بله دا چي فرانسوي سرتيرو پر سيميزو ښځو جنسي تېری کړی دی.

په راپور کي د33 داسي فرانسوي نظامي افسرانو او سياستوالو نومونه اخستل سوي دي چي، د راپور په وينا بايد محکمه سي. پدغو تورنو سوو کسانو کي د فرانسې پخوانی اولسمشر فرانسوا ميتغا، هم شامل دی،څوک چي د مخه لا د دې نړۍ څخه سترگي پټي کړي دي.

د روانډايان د مرستي تر لاسه کولو پر مهال
د روانډايان د مرستي تر لاسه کولو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

خو پخپله په روانډا کي داسي خلګ سته چي دغو تورونو ته د شک په سترگه گوري. فرانک مويني،نامتو قانون پوه پدې هکله وايي:«د فرانسې مشرانو د روانډا پر مشرانو نيوکي کړي وې. او اوس بيا د روانډا مشرتابه پر فرانسوي اړخ تورونه لگوي. د ټول وژني د قانوني پلټنو تر پردې لاندي د روانډا حکومت يوه سياسي ډرامه جوړه کړې ده.»

د روانډا او فرانسې تر منځ اړيکي تر مخه لا ترينگلې وې. د 2006 ميلادي کال د نوامبر په مياشته کي د روانډا مشرتابه د فرانسې سره ټوله اړيکي وشکولې.هغه وخت يوې فرانسوۍ محکمې د روانډا پر اولسمشر پاول کاگامې، باندي تورونه لگولي وه، چي نوموړي د هغه وخت د اولسمشر يو ونال، په وژنه کي لاس درلودی، چي تر هغه وروسته دغه ناقرارۍ رامنځ ته سوې.

دحيرانتياخبره دا ده چي، د فرانسوۍ محکمې لخوا د تور لگولو وروسته د روانډا حکومت د دغه راپور جوړولو امر ورکړی و.ميويني پدې هکله وايي:«پوښتنه داد ه چي دلته د انصاف خبره مطرح ده او که سياسي دلچسپي. خو يوه خبره معلومه ده او هغه دا چي فرانسې د روانډا حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. او له دې وجي دغه خبره په قانوني توگه نوره مشکله سوې ده.»

د فرانسې حکومت ژمنه کړې ده چي ددغه تورونو په هکله به پلټني ترسره کوي. خو دا هم وايي چي، پدې ډاډه نه ده چي د شاهدانو څخه پوښتني گرويږني په قانوني چوکاټ کي ترسره سوي دي. څومياشتي دمخه لا د فرانسې د بهرنيو چارو وزير بېرنارد کوشېر، ټوله هغه تورونه رد کړي وه چي گواکي فرانسې د1994کال په ډلیزه وژنو کي لاس درلودی. خو نوموړي دا منلې وه چي سياسي تيروتني سوي وې او بل داچي فرانسې د هوټو ريژيم سم نه و پيژندلی.