1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رفسنجاني په ايران کي د يو ستر سياسي بحران څخه خبري کړي

۱۳۸۸ تیر ۲۸, یکشنبه

په ايران کي د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کي د لانجو د رامنځ ته کيدو له امله په دغه هیواد کی په ښکاره توګه د مظاهرو له پاره واټونو ته راوتل او د احتجاج په عنوان د غونډو جوړول منع شويدی...

https://p.dw.com/p/IsZG
حيات الله اکبر هاشمي رفسنجاني
حيات الله اکبر هاشمي رفسنجانيانځور: AP

نو دمخالفینو دپاره داعتراض دغږ دپورته کولو يوازنی امکان چي پاته دی ، هغه دجمعې د ورځي د لمانځه دپاره راغوڼډیدل دی.

د تيري جمعی په ورځ له دغه امکانه څخه د ايران پخواني ولسمشر اوشتمن مخور روحاني علي اکبر هاشمي رفسنجاني په استفادې کولو سره په یوه وینا کي د ايران د مسولو چارواکو څخه په کلکه سره ددې غوښتنه کړې چي دوی بايد د اعتراض کونکو او مضاهره کونکو دغو ښتنو سره تفاهم وښه يي. د لمړي ځل دپاره دايران دمخورو او بانفوذو لارښونکو مشرانو له ډلې څخه هاشمي رفسنجاني په ايرا ن کي دیوه سیاسي بحرانه څخه خبري کوي.

«کله که ته وینې چي ولس تا غواړي او دولس ډيرکي برخه تا مني نو ته بايد دولس چاري د لارونکي په توګه په غاړه واخلي او دولس له پاره کار وکړی او که چيري ولس ستا لارښونکی نقش نه مني او له دي امله لانجي را پورته کیږی، نو بايد له دې کاره څخه لاس واخلي، نو خدای به تاته يوه بله دنده در وسپاری.»

دلته رفسنجاني د حضرت پيغمبر څخه په نقل قول سره چي امام علي ته توصیه کوي په حقیقت کي ولسمشر محمود احمدي نژاد ته وايي چي کله که ولس تا نه منی نو له خپلي دندي څخه د ولسمشر په توګه تير شه او همدا ډول په ډيپلوماسي ژبه دايران روحاني مشر علي خامنه يي ته هم وايي، چي دی بايد د احمدي نژاد دملا تړ څخه لاس واخلي.

که څه هم په څو تيرو ورځوکي داسي ښکارېده، چي ښايي په ايران کي کراري راشي خو د تيري جمعې د ورځي پيښي وښودله چي د دغه هیوا د دلارښونکي مشرانو په ډله کي لوی چاود رامنځ ته شوی دی. د ايران دبشر دحقونو پلوي او دسولي دنوبل دجايزې ګټونکې شيري عبادي د آلما ن د Spiegel په نامه نامتو ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي د تيري جمعې د ورځي غوڼډي او مظاهري د ټولي اسلامي نړۍ له پاره يوه بيساري تاريخي پېښه ګڼي.

خو حسين شریعت مداري چي دکيهان په نامه د محافظه کاري ورځپاڼي چلونکی د ی ، د علي اکبر رفسنجاني پر خبرو باندي نیوکي کوي او وايي، چي دی غواړي قانون ماتونکو ته برا يت ورکړي.

داسي ښکاري، چي رفسنجاني به په ايران کي د روانو سیاسي حالاتو په بهيرکي يوه مهمه سياسي څيره وګرځي. ځکه هغه دسیاست په ډګر کي د عمل کولو جرت لري او دی د ولسمشر محمود احمدي نژاد دسرختو مخالفینو څخه بلل کیږي، دی کولای شي د پردې تر شا د احمدي نژاد او داړتيا په وخت کي د ايران د روحاني مشر علي خامنه يی پر ضد هم يوه جبه جوړه کړي، ځکه دی د روحانيونو د هغه 86 کسیزي ډلي مشر هم دی چي کولاي شي د ايران روحاني مشر وټاکي او یا هغه ليري کړي. که څه هم د ايران د سلامي جمهوریت په 30 کلن تاریخ کي دا پېښه نده را منڅ ته شوې چي ددغه هیواد روحاني مشر ليري کړای شي. خو بيخي له امکانه څخه لري خبره نشي بلل کيدای.

Pick, Ulrich/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل