1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رفسنجاني د خامنه اي په وړاندي

۱۳۸۸ تیر ۴, پنجشنبه

د ايران د منع سوي حزب «د آزادۍ د ګوند» مشر ابراهيم يازدي چي د ايران د 1979 تر اسلامي انقلاب وروسته خارجه وزير هم ؤ، وايي چي د اسلامي انقلاب اصلي نُقص پدې کښي دی، چي هغه د ايران تاريخي تعادل له منځه يووړی...

https://p.dw.com/p/Ib2w
علي اکبر هاشمي رفسنجاني
علي اکبر هاشمي رفسنجانيانځور: AP

ايران د انقلاب ترمخه پر دوو پايو ولاړ ؤ،يعني د شاه دنيوي پايه او دروحانيونو مذهبي پايه . خو تر اسلامي انقلاب وروسته يوازي دوهمه پايه موجوده ده .

مګر دا ډيره د تعجب خبره هم نده ، ځکه چه په دواړو خواوو کښي مختلف قوتونه شامل دي . يو وخت دشعيه ګانو په مقدس ښار قُم کښي مشهورو روحانيونو دا عقيده درلودل چه دولت او مذهب بايد په خلګو کښي سره ګډ سي ،داسي لکه د انقلاب د رهبر آيت الله خميني د نظريې پر اساس چه د ايران په اسلامي جمهورريت کښي رامنځته سول .

تر ټولو مشهوره انتقاد کونکي لوی آيات الله حسين علي منتظري دی . دی چه اوس ۸۷ کلن دی ،يو وخت د خميني د ځای ناستي په حيث تعين سوی ؤ ،خو دده سره مخالفت وسو،ځکه چه پر دغه سياست باندي يې انتقاد کاوه . منتظري په تهران کښی د جمعې د لمانځه ورکولو اصلي وظيفه د لاسه ورکړل ، او دهغه وخت جمهوررييس علي خامينه اي چه د اسلامي جمهورريت د مؤسسينو څخه هم ؤ، د خميني تر مرګ وروسته په کال ۱۹۸۹ کښي د هغه د ځای ناستي او مشر رهبر په حيث تعين سو .

په دغه وظيفه کښي علي خامينه اي ددې دپاره کار وکۍ،چه منتظري په پرله پسې ډول سره منزوي سي . منتظري به اکثره وخت په نظر بندۍ کښي تير کۍ ، خو ده ته ترنن ورځي پوري احترام کيږي .

يو بل شخص چه پدې وروستيو وختو کښي په خاص ډول دده سره علايق لري ،علي اکبر هاشمي رفسنجاني دي ،چه د خاتمي يو بل مخالف دی ، او نن ورځ د ايران د ډيرو بانفوذو او مړو شخصيتو په قطار کښي راځي .

علي اکبر هاشمي رفسنجاني چه يو وخت يې د علي خامينه اي څخه دخميني د ځاي ناستي په حيث حمايه وکړل ،خو اوس يې روابط سره خراب دي ،او که څه هم ددباندي څخه داسي نه معلوميږي .

علي اکبر هاشمي رفسنجاني چه د پارلمان د رييس او اردو د سر اعلي قوماندان په حيث يې وظيفې اجرأ کړي دي ،د ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۷ کال پوري دولتي جمهوررييس ؤ،او کوښښ يې وکي تر دوو دورو وروسته دغه مقام بيرته پلاس راوړي . خو د رايو په لږ تفاوت سره يې د محمود احمدي نژاد په مقابل کي هغه بايلول . تر هغه وروسته نو د علي خامينه اي او علي اکبر هاشمي رفسنجاني ر وابط هم ښه نه وه .

علي اکبر هاشمي رفسنجاني خپل غچ د مير حسين موسوي په حمايه کيدو سره واخيستۍ،او تر انتخاباتو وروسته يې هم د علي خامينه اي پر ضد سخته جبهه جوړه کړل .

علي اکبر هاشمي رفسنجاني د ۲۰۰۷ کال راهيسي د کارپوهانو د ۸۶ کسيزي شورا مشر دی ،چه د هغه مهمه وظيفه د لوی مذهبي مشر انتخابول دي . دغه شورا کولای سي ،چه د ټول عمر دپاره تعين سويی مذهبي رهبر هم ليري کي،چه ويل کيږي رفسنجاني اوس همدغه کار کوي . خو دی بايد ددغه کار دپاره د شورا اکثريت هم ولري .

پدې حساب نو علي خامينه اي تر ۲۰ کلو وظيفې او مشرتوب وروسته د مخ پر زياتيدونکي مخالفت سره مخامخ دي ،چه هغه نه يوازي په سړکانو او کوڅو کښي ،بلکه ددوی په خپل منځ کښي هم موجود دی.

Philipp, Peter/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل