رفسنجاني بیا غواړي د ایران ولسمشر شي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۲, یکشنبهرفسنجاني د ايران د اسلامي جمهوريت له طراحانو څخه دی. د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۷ کلونو په ترڅ کې دی ولسمشر هم پاته شوی دی. داسې ښايي چې ده ته به د اصلاح غوښتونکو ډله رايې ورکړي چې د ۲۰۰۹ کال راهيسې يې نفوذ او اغېز لږ شوی دی.
په تېرو څلورو کلونو کې رفسنجاني په حقيقت کې د اپوزيسيون يا مخالفو ګوندونو غير رسمي مشر وو چې تل يې پر ولسمشر محمود احمدي نژاد باندې کلکې نيوکې کولې. احمدي نژاد له دوو کاري دورو وروسته د ځان بيا کانديدولو حق نه لري.
د محافظه کارو، اصلاح غوښتونکو او د احمدي نژاد، د ډلې تر منځ درې اړخيزه سيالي د رفسنجاني په نوماندۍ سره ځان ته يوه بله بڼه نيسي. د اصلاح غوښتونکو کانديدانو اوس لا ويلي دي چې هغوی به د رفسنجاني په نفع بېرته په شا کيږي. د محافظه کارانو په ډله کې هم داسې کانديدان شته چې پخوا د ۷۸ کلن رفسنجاني له ملاتړ څخه برخه من ول. کېدای شي په هغوی کې هم ځينې له سيالۍ څخه ووځي.
دا چې رفسنجاني به د کانديدېدو اجازه ولري او که نه، په دې اړه به د څارنې شورا پرېکړه کوي. دغه شورا د روحانيانو په لارښوونه فعاليت کوي چې د می تر ۲۳ مې نېټې پورې به د منل شويو کانديانو نومونه علانوي.
د کابو ۵۰۰ کانديدانو په فهرست کې د ايران د اتومي خبرو اترو مشر استازی، سيد جلالي هم راغلی دی. دغه محافظه کار سخت دريځی د روحاني مشر، ايت الله علي خامنه يي متحد بلل کيږي، چې د ايران د لانجمنې اتومي تګلارې په سر نړيوالې خبرې اترې مخ ته وړي.