رضوان اختر، د «آی اس آی» نوی مشر شو
۱۳۹۳ شهریور ۳۱, دوشنبهرضوان اختر، په داسې یوه وخت کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اس آی) د مشر په توگه ټاکل کیږي چې په پاکستان کې د نواز شریف د راپرځولو پر ضد پیل شوي احتجاجونه دویمې میاشتې ته داخل شوي دي.
د پاکستان په پوځ کې د تبدیلیو او ترفع په ترڅ کې شپږو افسرانو له تورن جنرالۍ څخه ډگر جنرالۍ ته ترفع کړې ده. په پام کې ده چې رضوان اختر به د آی اس آی د اوسني مشر ډگر جنرال ظهیر الاسلام ځای ناستي شي. دی به د اکتوبر پر پنځمه نېټه خپله دنده پېل کړي.
اختر رضوان تیره اوونۍ د سندهـ رینجرز، له مشرۍ څخه استعفی کړې وه. پاکستاني کارپوهان په دې آند دي چې د آی اس آی د مشر په توگه د رضوان اختر ټاکل کیدل، به د پاکستان د داخلي امنیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي.
د دفاعي چارو کارپوهه نسیم زهره، وایي چې د پاکستان د پیاوړي استخباراتي ادارې په توگه د آې اس آی مهمه دنده د داخلي امنیت پر وړاندې د خطرونو له منځه وړل دي او په وینا یې د دې له پاره د رضوان اختر ټاکل مهم دي: «د تورن جنرال رضوان اختر چې کومه تجربه ده هغه په وانا کې او کراچۍ کې د ترهگرۍ په هکله ده. لکه څرنگه چې موږ په کراچۍ کې وینو له تیرو څو ورځو راهیسې د فرقه يي تاوتریخوالي ښامار یووار بیا سر راپوته کړی دی او له دې لحاظه د اختر رضوان ټاکل کیدل مهم دي.»
دا هم د پام وړ ده چې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له خوا په داسې یوه وخت کې د آی اس آی نوی مشر ټاکل کیږي چې ځینۍ کړۍ په دغه هیواد کې په روان سیاسي کړکیچ کې د آی اس آی د کردار په هکله پوښتنې راولاړوي. له دې کبله د آی اس آی د اوسني مشر تر تقاعد دوې اوونۍ دمخه د هغه د ځای ناستي د ټاکل کیدو ته هم په مهمه سترگه کتل کیږي.
خو د دفاعي چارو بل کارپوه متقاعد جنرال طلعت حسین بیا وایي چې په پوځ کې په لوړه کچه د تبدیلیو او ترفع ورکولو موضوع ته د روڼوالي د وربخښلو په خاطر د پاکستان د لومړي وزیر او پوځ د مشر تر منځ سلا مشورو وروسته دغه ترفع ورکړل شوي دي. دا هغه په وینا دا گام د دې څرگندوي هم کوي چې د ملکي حکومت او پوځ تر منځ اړیکي سمې دي.
هغه وړاندي وایي: «اوس وخت رارسیدلی دی چې زموږ سیاسي گوندونه په ځانگړې توگه عمران خان باید په دې هکله فکر وکړي که چیرې په هیواد کې ثبات راوستل غواړي نو بې له شکه د خپلو ټکو د منلو هڅه دې وکړي، خو داسې حالات نه دې رامنځ ته کوي چې د هغې له کبله ادارې کار و نه کړای شي او هیواد د باثباته کیدو پر ځای بې ثباته شي.»
په دې ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف، د لومړي وزير نواز شریف سره ملاقات کړی دی. د حکومت د یوې رسمي وینا پاڼې له مخې په دغه لیدنه کتنه کې د پاکستان په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې د روانو پوځي عملیاتو، د شمالي وزیرستان د بې ځایه شوو کډوالو د وضعیت او د سیلاب له کبله اغیزمن شوو کسانو سره د مرستو اړوندو موضوعاتو په هکله خبري اتري وشوې.