1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسول: د طالبانو د دفتر هوکړه ليک بشپړ سو

محمد اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۱ دی ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چي په قطر کي د طالبانو له پاره د دفتر جوړېدو هوکړه ليک بشپړ شو. دغه پريکړه ليک به د افغان دولت او قطر هيواد تر منځ لاسليکيږي.

https://p.dw.com/p/17CPx
انځور: dapd

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول نن چهارشنبه (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲مه) د ولسي جرګې عمومې غونډې ته په خبرو کي وويل، چې په دغه هوکړه لیک کې د طالبانو له پاره په قطر کې د دفتر پرانیستلو شرط دا دی چې هغوی باید له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتوالی وښيي:

«دغه دفتر به تر هغه پوري نه پرانېستل کیږي او موافقه ته به ونه رسیږو، چې طالبان، یا د طالبانو استازی او یا هم د طالبانو تحریک اعلان ونه کړي چې موږ له افغان حکومت سره خبري کوو، دا به ډیره خطرناکه وې چې یو دفتر پرانېستل شي او معلومه نه وي چې څوک له چا سره خبري کوي؟ اوس طالبان وايي چې موږ له افغان حکومت سره خبري نه کوو ښه نو له چا سره خبري کوي؟ که چیري له هر چا سره خبري وکړو نو زموږ او تاسو ستونزه نه حليږي، لکه مخکې چي مو هم دا تجربه کړې ده.»

خو وسله والو طالبانو لا له وړاندي له افغان حکومت سره د سولې له هرډول خبرو کولو څخه انکار کړی دی او ویلي یې دی چې دوی یوازي له بهرنیانو سره خبرو ته چمتو دي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د طالبانو له پاره په قطر کې د دفتر پرانېستلو هوکړه لیک د افغانستان ملي امنیت شوار هم تصویب کړی دی، چې پکښې د دغه دفتر د پرانېستو له پاره ټول شرطونه واضح شوي دي.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ د قطر دفتر باید یوازي د سولې خبرو اترو په موخه پرانېستل شي، طالبان او مخالفې ډلي به د نورو فعالیتونو او موخو له پاره کار نه ځني اخلي:

«دا یو داسي دفتر دی چې په اړه یې باید له قطر چارواکو سره خبرې وشي او که چیري کومه سرغړونه کیږي نو د همدغه توافقاتو له مخې افغان حکومت حق لري چې په هماغه شیبه دغه دفتر وتړي.»

دا ځرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پاکستان د طالبانو دوه نور مشران هم خوشې کړي دي، چې په دغو مشرانو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د عدليي وزیر ملانورالدین ترابي، د هلمند والي ملا عبدالباري او یو شمېر نور طالبان شامل دي.

افغان حکومت د پاکستان له دغه اقدام څخه هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا به له وسله والوطالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

بله خوا په افغانستان کې یو شمېر کړۍ او سیاسي ګوندونه بیا د آزاد شویو طالب مشرانو د خلاصون په برخه کې اندېښنه ښيي او غوښتنه کوي چې افغان حکومت باید دغه طالبان په سمه توګه وڅاري، چي بیا د وسله والو مخالفینو لیکې پياوړې نه کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د سه شنبې د ورځي په غونډه کې سره له دې چې د پاکستان له خوا يې د طالب بندیانو د آزادېدو هرکلی وکړ د هغوی د برخلیک په اړه يې ولس ته د معلوماتو د ورکولو غوښتنه هم وکړه.