1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنې: ترمپ او کلنتن په ویسکونسین کې ټاکنې بایلې

۱۳۹۵ فروردین ۱۸, چهارشنبه

سناتور برني سندرز او تېد کروز، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندي پر سر د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو په ګوندي سیالیو کې د ویسکونسین په ایالت کې ګټونکې شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IQ2B
انځور: Reuters/K. Krzaczynski

تېد کروز د جمهوري غوښتونکو په ګوندي سیالیو کې په ویسکونسین ایالت کې خپل سیال دونالد ترمپ ته ماتې ورکړې ده. له دې سره ولسمشرۍ ته د دونالد ترمپ نوماندي له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي ده. د جمهوري غوښتونکو د ګوندي اصولو له مخې که یو نوماند و نه شي کولای په ګوندي سیالیو کې ۱۲۳۷ استازي وګټي، نو د جمهوري غوښتونکو ګوندي غونډه پریکړه کوي چې څوک د نوماند په توګه وړاندې کړي.

د دونالد ترمپ تر جنجالي څرګندونو وروسته، اوس د هغه د ګوند ډیر شمیر لوړ پوړي چارواکي نه غواړي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هغه د جمهوري غوښتونکو استازیتوب وکړي. د ګوند مشران هیله لري چې ترامپ به و نه شي کولای اړین ۱۲۳۷ استازي ترلاسه کړي او په دې ترتیب سره به هغوی د خپل خوښې نوماند ټاکنو ته وړاندې کړي.

کروز تر خپل بریا وروسته ویلي دي: «دا د هغو ویسکونسن امریکایانو غږ دی چې سخت کار کوي او نورو امریکایانو ته وایي: موږ یو انتخاب لرو، یو ریښیتنې انتخاب.»

له بلې خوا د دیموکراتانو په ډله کې د برنې سندرز بریا په دې معنی ده چې اوس هم هغه مخکښې هیلري کلنتن ته ستونزې راولاړولای شي. سندرز ویلي دي: «تاسو دا خبر کلنتن ته مه رسوئ. زه فکر کوم چې هغه یو څه وارخطا شوې ده. خو زه فکر کوم چې موږ په نیویارک کې هم د استازو د گټلو وړتیا لرو.»