1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: د بلجيم د هوايي ډګر بريدګر وپېژندل سول

احمد ولي اڅګزی۱۳۹۵ فروردین ۴, چهارشنبه

بلجيمي رسنيو خبر ورکړی چي د بروکسل پر هوايي ډګر ځانمرګي بریدکوونکي پېژندل سوي دي. د بلجيم RTBF رسنۍ ويلي دي چي برید کوونکي ورونه وو او خالد او ابراهيم البکرويي نومیدل.

https://p.dw.com/p/1IHzE
Belgien Terroranschläge in Brüssel Fahndung Verdächtige
انځور: picture-alliance/dpa/Federal Police

د رسنيو د راپورونو له مخي خالد البکرويي په ناسم نوم او هويت د بروکسل په فورېست ناحيه کي يو اپارتمان کرايه کړی وو. دا هغه ناحيه ده چيري چي تېره اوونۍ د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۶مه نېټه) لا د پوليسو او د یوه مشکوک کس تر منځ د ډزو تبادله وسوه. په دغه پېښه کي يو مشکوک ترهګر ووژل سو خو دوه نور په تېښته بريالي سول. د دغو دوو تښتېدلو کسانو هويتونه پوليسو ته معلوم دي.

د DH په نوم ورځپاڼي د راپور له مخي پر هوايي ډګر بريد کوونکی دريم کس چي اوس پټ دی، نجيم لاخراوي نوميږي. دغه کس د زيات وخت راهيسي پوليسو ته مطلوب دی.

د ورځپاڼو د خبرونو له مخي د بروکسل پر هوايي ډګر د بريد وروسته اروپايي اتحاديه پر دې غور کوي چي هوايي ډګر ته د ننوتلو مخکي لا امنيتي کنټرول رامنځ ته کړي که څنګه. د «وېلټ» ورځپاڼي په خپل يو مطلب کي د اروپايي اتحاديې د چارواکو په حواله ليکلي دي چي هوايي ډګر ته د ننوتلو تر مخه لا امنيتي کنټرول منطقي دی.

په عيني حال کي امريکا متحده ايالاتو په اروپا کي پر خپلو میشتو اتباعو ږغ کړی دی چي ويښ او خبردار واوسي. د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت په يوه اعلاميه کي ويل سوي چي د دې امکان سته چي په اروپا کي د سپورټ په اجتماعو، د سېلانيانو پر ځايونو، هوټلونو او بازارونو کي ترهګر بريدونه وسي. په دغه اعلاميه کي په اروپا کي پر موجودو امريکايانو ږغ سوی دی چي په زياته بيا د مذهبي رخصتيو په ورځو کي هوښيار واوسي.

اټکل کيږي چي د اروپايي اتحاديې د وزيرانو غونډه به د پنجشنبې په ورځ راوبلل سي. د اروپايي شورا د دوريي رياست لرونکي هالنډ، ويلي دي چي د دغې غونډي له پاره يې چمتوالی نيول پېل کړي دي. د وزيرانو دغه غونډه به د بروکسل بريدونه وارزوي. ورته يوه بېړنۍ غونډه په پاريس کي د بريدونو وروسته هم رامنځ ته سوې وه.

د بروکسل په هوايي ډګر کي د سه شنبې په ورځ هغه وخت ۳۰ انسانان ووژل سول، کله چي هلته ځانمرګي بريدونه تر سره سول. په دغو بريدونو کي تقريبا ۲۳۰ انسانان ژوبل هم سول. د دغو بريدونو پړه داعش پر غاړه واخيسته او ګواښ يې وکړ چي که يې پر ضد جګړه ونه درول سي، نو ورته نور بريدونه به هم تر سره کړي.

په داسي حال کي چي پر هوايي ډګر بريد کوونکي درې واړه کسان پېژندل سوي دي، له هغوی څخه ژوندی پاته سوی کس پټ دی او پوليسو د هغه په تړاو معلومات خپاره کړي تر څو خلک يې په نيولو کي مرسته وکړای سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب