1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: جان کیري ښایي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر شي

۱۳۹۱ آذر ۲۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/173Of

د امريکا د متحده آيالتونو ولسمشر بارک اوباما د رسنيو د راپورونو له مخې تصميم نيولی دی چې سناتور جان کېري د بهرنيو چارو وزارت ته ونوموي. دغه خبر د CNN او ABC چېنلونو هم مهاله خپور کړی.

دموکرات کېري په ۲۰۰۴ کال کې د جمهوري غوښتونکي جورج بوش په وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنې بايللې وې. د بهرنيو چارو برحالې وزيرې، هيلري کلينټن، په نومبر کې د اوباما تر بيا ټاکل کېدو مخکې ويلي وو چې له حکومته به وځي.

د ولسمشر اوباما د خوښې نوماندې، چې په ملګرو ملتونو کې د متحده آيالاتو استازې ده، سوزن رايس، د جمهوريت غوښتونکو د کلک مقاومت وروسته، خپله نوماندي بېرته اخيستې وه. د متحده آيالاتو وزيران بايد د سنا له لوري تاييد شي چې جمهوريت غوښتونکي په کې اکثريت لري.