1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«NSA د پټو شویو معلوماتو د څارنې توان لري»

مسعود جهش (dpa, AFP, Reuters)۱۳۹۲ شهریور ۱۵, جمعه

د امریکا د ملي امنیت اداره یا NSA د دې توان لري چې بیلا بیلې الکترونیکي اړیکې وڅاري ان که دغو اړیکو او معلوماتو ته رمزونه کودونه هم ورکړل شوي وي. د رسنیو دغه خبرې د ادوارد سنودن په حواله کړې ده.

https://p.dw.com/p/19dD9
Symbolbild für eine Tastensperre auf einer weißen Tastatur. Lock Key © bloomua #35968276 © bloomua - Fotolia.com
Symbolbild Taste Sperreانځور: bloomua/Fotolia

امریکایي نیویارک تایمز او بریتانیاوي گاردین ورځپاڼو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د ملي امنیت استخباراتي اداره یا NSA د دې وړتیا لري چې داسې معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي چې حتی که ورته کود یا رمزو هم ورکړل شوی وي. د دغو رسنیو په حواله دغه امریکايي استخباراتي اداره ان د دې توان لري چې بانکې انتقالات وڅاري.

د رسنیو په رپوټونو کې ټینگار شوی دی چې په ځینو حالاتو کې چې NSA په دې نه ده توانیدلې چې له خپلو سیستمونو څخه په استفاده کولو سره د معلوماتو څارنه وکړي نو له نورو لارو او میتودونو یې دغو معلوماتو ته د لاسرسي پیدا کولو هڅې کړې دي.

په دغو میتودونو کې د محاکمو له ځانگړو احکامو څخه استفاده کولو هم شامل وو چې په ترڅ کې یې د کمپیوتري پروگرامونو لوی شرکتونه دې ته اړ شوي دي چې په خپلو پروگرامونو کې د NSA له پاره د مداخلې زمینه برابره کړي. د ملي امنیت ادارې دغه کار له خپلې انگلیسۍ سیالې ادارې GCHQ سره یوځای کړی دی.

په دې ترتیب سره دغو استخباراتي سازمانونو د کمپیوتري پروگرامونو جوړونکي دې ته اړول چې په خپلو پروگرامونو کې په اصطلاح «پټې دروازې» یا Back Doors پریږدي. پټې دروازې هغه لارې دي چې یو کس یې په مرسته د نورو وگړو حساب ته ننوتلی شي.

دغه رپوټونه د پخواني امریکايي استخباراتي کارکوونکي ادوارد سنودن په حواله خپاره شوي دي. سنودن د امریکا د څارنیز پروگرامونو په اړه د معلوماتو تر خپرولو وروسته لومړی هانکانگ او بیا مسکو ته وتښتید. هغه اوس په مسکو کې سیاسي پنا اخیستې ده.

د نیویارک تایمز له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې NSA د Bullrun تر نوم لاندې د یوه پروگرام په ترڅ کې هغه معلومات څارل چې ورته کودونه ورکړل شوي دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې امریکا د Bullrun په اړه یو څه معلومات له خپلو استرالیایي، نیوي زیلاندې او همداراز کانادایي همکارو سازمانونو (استخباراتي سازمانونو) سره شریک کړي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د معلوماتو د خوندیتوب کمیسار پیتر شار، د دغه هیواد د کورنیو چارو پر وزارت باندې غږ وکړ چې د هغو اقداماتو په اړه لا ډیر معلومات ورکړي چې د آلمانیانو د معلوماتو د خوندیتوب په موخه یې نیولي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب