1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رحمت الله نبیل د ملي امنیت ادارې سرپرست شو

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبه

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي دي چې رحمت الله نبیل د افغانستان د ملي امنیت ادارې د سرپرست په توگه مقرر شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې رئیس اسد الله خالد، اوس هم په امریکا متحده ایالاتو کې وخت تیروي.

https://p.dw.com/p/19ZUs
epa02902944 General Bismillah Khan Mohammadi (L), Afghanistan's Interior Minister and Rahmatullah Nabil (R), Director of National Directorate of Security talk with journalists during a joint press conference in Kabul, Afghanistan on 07 September 2011. NATO's military coalition in Afghanistan has suspended the transfer of prisoners to some Afghan jails following allegations of afflict in an as-yet unpublished UN report, the force confirmed on 07 September. EPA/S. SABAWOON +++(c) dpa - Bildfunk+++
Rahmatullah Nabilانځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر د شنبې په ورځ د یوې اعلامیي په ترڅ کې وویل چې افغان ولسمشر حامد کرزي، رحمت الله نبیل د ملي امنیت ادارې د سرپرست په توگه گومارلی دی. په اعلامیه کې راغلي دي: «د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۱ فقرې پر اساس، ملي امنیت پورې د تړلو چارو د پرمخ بیولو په موخه، ښاغلی رحمت الله نبیل د ملي امنیت ادارې د سرپرست په توگه گومارل شوی دی.»

د ملي امنیت اداری رئیس اسدالله خالد، د ۲۰۱۲ کال په دسمبر میاشت کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کی له ټپی کیدو را په دی خوا په امریکا متحده ایالاتو کې تر درملنی لاندی دی. خالد د یوه وگړي له خوا چې ځان یې د طالبانو پیغام راوړونکی پیژندلی وو د ملي امنیت په یوه میلمیستون کې ټپي شو.

دغه وگړي چاودیدونکي مواد په خپل بدن کې ځای پر ځای کړي ول نو له دې کبله د ملي امنیت کارکوونکي په دې نه وو توانیدلي چې دغه مواد وموندي.

رحمت الله نبیل تر دې مخکې د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح، تر استعفأ وروسته د دغې ادارې د رئیس په ټوگه وگومارل شو خو تیر کال بیا د نامعلومو لاملونو له کبله له خپلې دندې گوښه کړای شو. نبیل تر دې مخکې د جمهوري ریاست د ساتنې د خاص گار مشر وو.

د افغانستان جمهوري ریاست د اسد الله خالد تر ټپی کیدو وروسته اعلان کړی وو چې هغه به د ملي امنیت ادارې د مشر په توگه خپل کار ته دوام ورکړي خو د خالد د درملنې د بهیر له اوږدیدو سره اوس ولسمشر کرزي پریکړه کړې ده چې د ملي امنیت د ادارې چارې رحمت الله نبیل ته وسپاري.

د جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوې بیانیه کې روښانه شوی نه ده چې د خالد روغتیایي وضعیت څه ډول دی او دا چې آیا هغه به بیرته خپلې دندې ته دوام ورکړي او که نه. د افغانستان د حکومت سرچينې په دې هکله چاته معلومات نه ورکوي.