1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رباني: د سولي پروسه هروخت او هر ځای پيچلې وي

۱۳۹۰ خرداد ۱۰, سه‌شنبه

د سولي د عالي شورا رئيس برهان الدين رباني د دويچه ويله سره په يوه ځانگړې مرکه کي وويل چي، لاسته راوړني لري خو پروسه ډيره پيچلې ده او ډير وخت به ونيسي.

https://p.dw.com/p/11R5C
د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين رباني
د سولي د عالي شورا مشر برهان الدين ربانيانځور: AP

رباني: د سولي د عالي شورا د جوړيدولا يو کال نه دی پوره سوی. هغه وخت چي موږپه کارپيل وکړ څو مسئلې مو په پام کي ونيولې او د ستراتيژيک هدف په توګه مو وټاکلې. اول داچي شورا د نړيوال حمايت څخه برخمنه سي او د شورا فعاليتونه افغاني سي.

دويچه ويله: اوس نړيوال ملاتړ د ځان سره لری؟

رباني: بلې اوس مو نړيوال ملاتړ تر لاسه کړی او نړيواله ټولنه د افغاني کيدو په اړه متفق سوې ده. بل هغه دولتونه چي پخوا د سولي د پروسې سره مخالف وو اوس يې طرفداري کوي.

دويچه ويله: په هيواد کي دننه د سولي عالي شورا څومره د ملاتړ څخه برخمنه ده ددې پروسې سره خو يو لړ اختلافات موجود ول؟

رباني: د هيواد په دننه کي شورا د ملي ملاتړ څخه په بشپړه توګه برخمنه ده. د شورا د پلاوو د سفرونو او خلکو سره د ليدنو کتنو وروسته ټول هغه اختلافات له منځه تللي چي ددې پروسې سره موجود ول. خو بيا هم ځيني اشخاص او کړۍ سته، چي اختلافات به وي. خوزه ورته داوايم چي د حکومت سره اختلافات بايد د سولي سره په اختلاف بدل نه شي.

دويچه ويله: د وسله والو طالبانو سره مو تماس نيولی؟

رباني: د طالبانو سره ملاقاتونه سوي دي، اما هغه کار لانه دی سوی چي بايد وسي. يو شمير بهرني مشران هم څه هلي ځلي کوي او د هغوی سره هم زموږ خبري رواني دي. متنظر يو چي کله په رسمي توګه اعلان وسي.

دويچه ويله: تر اوسه مو لاسته راوړني څه دي؟

رباني: تاسو وگوری پخوا په ډيرولايتونو، لکه بادغيس، بغلان، کندوز او داسي نورو کي ډيره نا امني ول اوس هلته امن راغلی. ځکه چي وسله وال مخالفين د سوله له پروسې سره يو ځای سول. خو يوه خبره بايد د ياده ونه باسو چي د سولي پروسه هر وخت او هر ځای ډيره پيچلې وي او ډير وخت نيسي.

مرکه کونکی: جمال کوټوال

کتونکی: نجيب الله زيارمل