1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: په شمالي افريقا کي د بې پيلوټه الوتکو يوه اډه جوړيږي

۱۳۹۱ بهمن ۱۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17TPV

د رسنیو په حواله د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت په شمالي افریقا کښي د بې پيلوټه الوتکو د یوې اډې جوړول پلانوي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د يوه راپور له مخي، د دغه پلان پراساس به په اینده کښي امريکايي بې پيلوټه الوتکي وکولای سي د افریقا د صحرا پر هوايی قلمرو باندي پرواز او ګزمې وکړي او له دې لاري به القاعده او نور اسلامي تندلاري ګروپونه په ښه ډول سره کنترول کړي. دغه اډه کیدلای سي د مالي هيواد د ختيځ همسایه هیواد نایجر یا جنوب کښي پروت هيواد بورکینا فاسو کښي جوړه سي. ویل کیږي چي په دې ډول به امريکايي بې پيلوټه الوتکي ډیر ژر په مالي کښي د فرانسوي ځواکونو ملاتړ وکړي. په سیمه کښي د امریکا یوازنۍ نظامي اډه په جیبوتي کښي ده، چي د افریقا په شرق کښي دی. د امریکا حکومت په سیمه کښي د اسلامي تندلارو او د هغو د متحد القاعدې د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ څخه تشویش لري.