راپور: د مشکوکو تروريستانو په زورولو کي ډاکټرانو هم لاس درلودی
۱۳۸۹ خرداد ۲۴, دوشنبهويل سوي چي پر زندانيانو باندي تجربې د پخواني ولسمشر جارج ډبليو بوش د واک په دوره کي تر سره سوي دي.
د تورونو د مخه ډاکټرانو د استخباراتي چارواکو لخوا د زندانيانو څخه د پوښتنو گروېږنو او د هغوی د گواښلو يا بېرولو پر وخت د ځان سره د زندانيانو روحي حالت او د پوښتنوگروېږونو د ميتود او د هغوی د رواني اغېزو په هکله په کتابچو کي ياداښتونه نيول.
د رواني چارو کارپوه شټېفن زولډڅ د امریکايي ډاکټرانو د راټولو سوو موادو په اړه وايي: دوئ دغه پروتوکولونه د دې دپاره نه جوړول چي د زندانيانو او يا د عامه خلکو سره کومک وکړي. بلکي دوئ غوښتل پدې توگه د بنديانو څخه د پوښتنو نوي او اغېزمن ميتودونه جوړ کړي او يا ښايي د دې دپاره چي د ممکنه تورونو څخه وروسته ځان وژغورلای سي.
د دغه راپور د جوړولو دپاره ليکونکو دوه کاله څېړنې کړي دي، چي پکښي د بوش د دولتي ادارو د اسنادو ارزونه هم شامله ده.
د دغو څېړنو دمخه سي آی اې و ډاکټرانو ته هدايت کړی ؤ چي د هغه شکنجې پر وخت چي د بنديانو سرونه په اوبو غوټه کيږي لکه سړی چي غرق سي د ځان سره پوره او تفصيلي ياداښت ونيسي.
ويل سوي چي ډاکټرانو د اوبو د لاري د زورولو د لا اغېزمن کولو دپاره مشورې هم ورکړي د بېلگي په توگه چي زندانيانو ته اوبوزکه غذا ورکړل سي تر څو په اوبو کي د هغوئ د سر ننه ايستلو پر وخت هغه ژر استفراق ووهي او پدې توگه دا ډار ورسره مل سي چي په خپل استفراق کي به غرق سي.
د دغو پوښتنو او زورولومقصد د زندانيانو وژل نه وه بلکي هغوئ ته دا احساس ورکول وه چي، هغه وژل کيږي او پدې توگه هغوئ مجبوره کېدل چي اقرار وکړي.
سکوټ الن چي ددغه راپور د ليکونکو څخه دی وايي چي پدې توگه امريکايي داکټرانو د طب د مسلکي اخلاقي ضوابطو تر څنگ د قوانينو څخه هم سرغړونه کړې ده:
سي آی اې دغه راپور ناسم بللی دی او ويلي يې دي چي، پر زندانيانو هيڅ ډول تجربې ندي تر سره سوي.
سي آی اې ويلي دي چي د پوښتنو د ميتودونو په هکله حکومت څو واري تحقيقات کړي دي.
د بشري حقونو دپاره د ډاکټرانو ټولني چي دغه راپور يې جوړ کړی دی وايي چي د سي آی اې غبرگون دوئ نه تخوي تر څو د امریکا کانگرېس او د اوباما اداره ددغو تورونو بشپړه څېړنه وکړي.
Engelke, Anna/احمد ولي اڅگزی
کتونکی. زيارمل