1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: د ماشومانو خوارځواکي ډيره سوې ده

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه

د افغانستان د اقتصاد وزارت او نړيوال بانک په يو وروستي راپور کې خبر ورکړی دئ چې په دغه هېواد کې د بې وزلۍ له امله ۵۴ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

https://p.dw.com/p/14Enl

دغه راپور(په افغانستان کې بې وزلي او د خوړو مصؤنیت) تر سرلیک لاندي د گواښ او زیانمني سروې پربنسټ برابر شوی دئ.

ددغه راپور له مخي افغانستان د بې وزلۍ او خوړو د نه مصؤنیت ترمنځ په یوه سخته ستونزه کې راگير دئ.

په راپور کې راغلي دي چي تر نیمايي زیات افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې په دې سره افغانستان د نړۍ د هغو هيوادونو په کتار کې راځي چي ددغه ډول ماشومانو شمېر پکښي خورا زیات دئ.

د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال د یکشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبره غونډه کي په افغانستان کې د بې وزلۍ او خوارځواکۍ د زیاتیدو په اړه اندیښنه وښودله او زیاته ئې کړه چې افغانستان په نړېواله کچه له دې ستونزي کړیږي.

«افغان ماشومان په نړېواله کچه له خطرناکي خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې له نیمايي زیات يعني ۵۴ سلنه کوچنيان چې عمرونه ئې تر پنځو کلونو ټیټ دي له ودي پاتي او په سختي خوارځواکۍ اخته دي او ۳۴ فيصده ماشومان له کم وزنۍ سره مخامخ دي.»

ښاغلی ارغندیوال بې وزلي ددې ‎ټولو ستونزو مور ګڼي او وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه وگړي چي د اړتیا وړ کالوري نه شي پوره کولای لویه برخه يعني۸۰ سلنه ئې د کلیوالي سیمو اوسیدونکي جوړوي.

«د ماشومانو د مړیني کچي د راټیټولو له پاره اړینه ده چې خپل فعالیتونه زیات کړو او په اغېزمنه توگه د خوراکي توکو بيي راتیټي کړو.»

همدا راز، غونډي ته په کابل کې د نړیوال بانک مشري حوریفاین بیسینت ددغه راپور په اړه وویل چي له بده مرغه په هغو سیمو کې چي باید د نړیوالي ټولني مرستي شوي وای نه دي شوي.

د هغې په خبره د رپوټ مهم ټکی دادئ چې موږ خپل زیات پام هغو سیمو ته واړوو چې د بې وزلۍ کچه پکښي لوړه ده.

د کتونکو په آند نا امني، بې روزگاري، د وروستیو کلونو وچکالي او تر یوې اندازې د بازار اقتصادي کړن لاره، هغه سببونه دي چې په افغانستان کي ئې د بېوزلۍ لمن پراخه کړې ده.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل