1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: د امريکا پيسې د طالبانو لاسونو ته لويږي

۱۳۹۰ مرداد ۳, دوشنبه

د واشنګټن پوسټ د يو تازه راپور له مخي د امريکا د متحده ايالاتو هغه مرستي چي په افغانستان کي د سوداګرۍ د پرمختګ له پاره ځانګړي سوي د طالبانو لاسونو ته لويدلي.

https://p.dw.com/p/122nf
«پينټاګون د مارچ په مياشت کي دغه قرارداد د نورو شپږو مياشتو له پاره وغځاوه.»
«پينټاګون د مارچ په مياشت کي دغه قرارداد د نورو شپږو مياشتو له پاره وغځاوه.»انځور: picture alliance/chromorange

دغه پيسي چي شاوخوا ۲،۱۶ مليارده کيږي د ترانسپورټ په برخه کي د لاسليک سوي قراردار په برخه کي دي.

دغه ورځپاڼي د يو کال په اوږدو کي د څيړنو په حواله ليکلي چي د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو له لوري د دغه مشکل د حل کولو له پاره هڅي ډيري ګړندۍ نه دي، او په دغه قضيه کي ښکيل د ترانسپورت شرکتونو ته اوس هم د امريکا د متحده ايالاتو له خوا معاشونه ورکول کيږي.

د غه راپور زياتوي چي پينټاګون د مارچ په مياشت کي دغه قرارداد د نورو شپږو مياشتو له پاره وغځاوه.

دغه ورځپاڼه کاږي چي ددغه ۸ شرکتونو د جملې څخه ۴ شرکتونه په اړه څيړونو« د معتبرو مستندو اسنادو او شواهدو له مخي يا په جرم کي د ښکيلتيا او يا هم د دښمن څخه ملاتړ» په ګوته کړی.

د دغه ورځپاڼي د رپورټ په حواله ۷،۴ مليونه ډالر د دغه اتو شرکتونو څخه يو شرکت ته ورکړل سوي، چي بيا دغه شرکت د نورو فرعي شرکتونو له لاري ترانسپورتي وسايل په کرايه نيولي.

د ترانسپورتي وسايلو فرعي شرکت له خوا د افغان پوليسو د يو قوماندان بانکي حساب ته پيسي انتقال سوي تر څو د لاريو قطار ته هميشه د خوندي لاري ضمانت ورکړي.

د ياده ولو وړه ده چي نوموړي قوماندان ته د نورو فرعي شرکتونو څخه هم په پوره اندازه پيسي ورکول کيږي.

استخباراتي چارواکو بيا د دغه قوماندان د بانکي حساب څخه د ۳،۳ مليونو ډالرو د را ايستلو پيښه تعقيب کړي چي په ۲۷ مختلفو معاملو کي دغه پيسي د بانکي حساب څخه راوتلي دي.

دغه پيسې بيا وسله والو مخالفيونو ته د وسلو، چاوديدونکو توکو او د نغدو پيسو په شکل رسيدلي.

ورځپاڼي د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د يو استازي جان تيرني په حواله ليکلي، چي دا زموږ د درک او باور څخه ليري خبره ده.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل