راپور: جرمني د افغان مهاجرو د اخراج پروسه پيلوي
۱۳۹۵ آذر ۲۳, سهشنبهد جرمني د شپيگل مجلې د معلوماتو له مخي د دغه هيواد فدرالي حکومت پتېيلې ده چي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د دسمبر ۱۴مه) په يوه چارتر الوتکه کي ۵۰ تنه افغان مهاجر له فرانکفورت هوايي ډگر څخه د کابل نړيوال هوايي ډگر ته انتقال کړي.
د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي به بیا دغه مهاجرين افغان ملکي مامورينو ته تسلیم سي او له هغه وروسته به خپلو ولايتونو يا سيمو ته ولېږل سي.
د يادي مجلې د معلوماتو له مخي د افغان مهاجرو د اخراج دغه پلان حکومتي کړيو منلی دئ. د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير له مياشتو راهيسي پر دغه شان پروازونو ټينگار کاوه.
ديميزير ويلي ول چي د ځينو افغان مهاجرو په اخراج سره غواړي چي افغانستان ته داسي سيگنال ورسوي چي ټول افغان مهاجر په جرمني کي د قبلېدو چانس نه لري. او له خطر ناکو لارو، هغه که د مځکي له لاري وي يا د اوبو جرمني ته مهاجرت گټه نه لري.
تر اوسه پوري جرمني هغه افغان مهاجر چي د پناه غوښتنه به ئې رد سوې وه په کلونو کلونو به ئې بيا هم په دغه هيواد کي ساتل.
په افغانستان کي د خراب امنيتي وضعيت په دليل به محکمو هم د افغان مهاجرو په زور اخراج رداوه او په کال کي به يوازي د گوتو په شمار افغان مهاجر اخراجېدل.
نور مطالب: