1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: تير کال په افغانستان کي ۵۶۶ تنه بهرني عسکر وژل سوي دي

۱۳۹۰ دی ۱۱, یکشنبه

په افغانستان کي مېشت بهرني ځواکونه اوس هم له سختو تلفاتو سره مخامخ دي. له دغو ځواکونو څخه يوازي په ۲۰۱۱ کال کي تر ۵۶۰ تنو زيات ووژل سول، چي دا ددغو ځواکونو له پاره دوهم مرگونی کال بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/13cZc
په هلمند کي د بهرنيو ځواکونو يوه اډه
په هلمند کي د بهرنيو ځواکونو يوه اډهانځور: AP

فرانس پرس خبري آژانس د ( آی کژويلتيز. اورگ) خپلواکي ويبپاڼي په حواله ليکي، چي په تير ۲۰۱۱ کال کي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو ۵۶۶ تنه ووژل سول، چي له دې ډلي څخه ۴۱۷ تنه امريکايان او ۴۵ تنه برتانويان دي.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د وياند په خبره په ۲۰۱۱ کال کي ئې د ۲۰۱۰ په پرتله چي ۷۱۱ بهرني ځواکونه ووژل سول، تلفات لږ ول.

په ۲۰۱۱ کال کي د بهرنيو ځواکونو په مرگ ژوبله کي دوو سترو پيښو زياتوالی راوستی دئ. ددې پيښو يوه ئې د اکتوبر په مياشت کي په کابل کي پر يو کاروان باندي په بريد کي ۱۷ تنه ووژل سول او په اگست کي په وردگو ولايت کي د يوې امریکايي څرخۍ الوتکي را نسکوره کول ول چي ۳۱ تنه امريکايي سرتيري پکښي ووژل سول.

د آلمان د دفاع وزارت په خبره تير کال ئې په افغانستان کي ۷ تنه سرتيري وژل سوي دي.

خو تير کال يوازي د بهرنيو ځواکونو له پاره خونړی نه وو، بلکي په خپله د ملکي افغانانو له پاره چي تر هغو ډير وژل سوي دي، د انساني ناورين کال وو.

يوازي د کال په وروستۍ مياشت کي په کابل او مزارشريف کي د عاشورا د ورځي پر مراسمو باندي په بريدونو کي تر ۸۰ تنو ډير انسانان ووژل سول.

ملگرو ملتونو ويلي دي، چي يوازي د تيرکال په لومړیو شپږو مياشتو کي ۱۴۶۲ تنه ملکي افغانان په چاودنو، نښتو، هوايي بريدونو او ځانمرگو حملو کي وژل سوي دي.

دغه سازمان په پام کي لري، چي د تيرکال د ملکي وگړو د قربانيو بشپړ راپور د رواني مياشتي په اوږدو کي خپور کړي.

د ملگرو ملتونو سازمان دغه راز ويلي دي، چي په افغانستان کي ملکي وگړو ته ۸۰ فيصده مرگ ژوبله په هغو چاودنو کي ور اوړي چي د وسله والو ياغيانو له خوا تر سره کيږي.

آژانسونه/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم