راپور: امريکا پر صوماليې د بريدونو لپاره پوځي اډه جوړوي
۱۳۹۰ شهریور ۳۰, چهارشنبهواشنګټن پوسټ په خپل راپور کي ليکلي، چي يوه اډه په ايتوپيا کي جوړيږي، چي د امريکا سره د االشباب اسلامي ډلي پر ضد په جګړه کي خورا نږدې ملګرې ده.
د الشباب وسله واله ډاله د صوماليې هيواد پر ډيره برخه کنترول لري او دغه ډله د القاعدې ملاتړې ده. ورځپاڼه زياتوي، چي د بي پيلوټه الوتکو بله پوځي اډه په سيچليز کي جوړيږي.
دغه راپور کاږي چي دغه بې پيلوټه الوتکي به د اور لرونکو توغنديو او د سپوږمکيو لخوا رهنمايي کيدونکو بمونو د وړلو وړتيا ولري.
د واشنګټن پوسټ په دغه راپور کي دا هم راغلي، چي د امريکا متحده ايالات د وړوکي افريقايي هيواد، جيبورټي، څخه هم پر يمن او صوماليې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کوي تر څو په دغه دواړه هيوادونو کي د القاعدې ډله کمزوري کړي.
د امريکا متحده ايالات په منظم ډول د افغانستان او پاکستان پولي ته څيرمه د شکمنو القاعده اورپکو پر ضد د بې پيلوټه الوتکو بريدونه تر سره کوي. د امريکا متحده ايالات ددې ادعا کوي، چي ددغه بريدونو په پايله کي يې د القاعدې لوړ پوړي مشران وژلي.
په هرحال، خو اوس د امريکا د متحده ايالاتو چارواکي انديښنه لري، چي په يمن او صوماليه کي د القاعدې ډله د پرمختګ په حال کي ده. او دغه ويره لري چي کيدای سي دغسي اورپکي پر امريکا بريدونه تر سره کړي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي د روان کال د جون په مياشت کي په خپل راپور کي په صوماليه کي د الشباب د ډلي د دوه جګپوړي قوماندانان چي اټکل کيږي د القاعدې شبکې سره يي تړاو درلو، د ټپي کيدو خبر ورکړي وو. دا پر صوماليې د بې پيلوټه الوتکو لومړی بمي بريد وو.
په صوماليه کي د الشباب ډلي دغه بريد د يوهوايي بريد په توګه ياد کړی وو او ويلي يي ول چي دغه بريد د الشباب پر يو مرکز باندي تر سره سوي، چي پر څو تنو بهرنيو جنګياليو سربيره پکښي د الشباب جنګيالي هم ټپيان سوي.
هغوي په دې باوردي، چي دغه بريد د امريکا د جنګي جيټ الوتکو له خوا تر سره سوی وو.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل