1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: افغانستان کي د سياسي شخړو کچه لوړه ده

۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبه

د۲۰۱۱ کال د نړيوالي پرمختيا رپوټ چي نن خپورسو، افغانستان د نړۍ په کچه د هغو هيوادونو په کتار کي راځي، چي د جنايي او سياسي شخړو کچه پکښي ډيره لوړه ده.

https://p.dw.com/p/11oSS
د نړیوال بانک راپور
د نړیوال بانک راپورانځور: DW/R.Wenkel

دغه راپور چي ورته د شخړي، امنيت او پراختيا نوم ورکړل سوی نن په کابل کي د نړيوال بانک د مشر له لوري خپور سو.

په راپور کي راغلي هغه هيوادونه چي له تاوتريخوالي نه ډکو شخړو او نښتو ليدونکي او يا د دغسي شخړو او لانجو ترخې تجربې لري، ښايي زياتره يې له مکرري او پر له پسي بې ثباتۍ، سياسي او جنايي تاوتريخوالي له مواردو سره لاس او ګريوان سي.

راپور کاږي، په سلو کي له۹۰ سلنه کورنۍ جګړې په هغو هيوادونو کي پيښيږي، چي د مخه يي په دي ورستيو ۳۰ کلنو کي کورنۍ جګړې زغملي او تجربه کړي وي.

افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دی چي څه باندي درې لسيزو کورنيو جګړو يې ټول امنيتي او اقتصادي جوړښتونه له مينځه وړي او له تيرو څو کلونو راهيسي يي د جوړيدو هلي ځلي پيل سوي.

د نړيوال بانک په دغه راپور کي د سياسي تاوتريخوالي تر څنګ جنايي تاوتريخوالی په تکراري او پرله پسي ډول د سولي د برياليو لاسته راوړنو له ستونزو، خطرونو او خنډونو سره د مخامخ کيدو لامل ګرځي.

راپورهغه هيوادونه چي له جګړو او جنايي تاوتريخوالي څخه ډير زيانمن کيږي له پرمختيا څخه ډير وروسته پاتي کيږي.

په کابل کي د نړيوال بانک مشر نيګل روبرت چي د دغه راپور په اړه يي په يوه خبري غونډه کي معلومات ورکول وويل چي د افغانستان په ګډون هيڅ هغه هيواد چي له جنګ جګړو زيانمن سوی او يا هغه هيواد چي د عوايدو کچه يي ټيته ده په دي ندي توانيدلي چي نړيوال زر کلن اهدافو ته ځان ورسوي.

د روبرت په وينا په هغو هيوادونو کي چي په دوامداره توګه پکښي تاوتريخوالي شتون ولري د نورو هيوادونو په پرتله، د فقر او بيوزلۍ کچه په سلو کي شل لوړه ده او افغانستان هم د دغو هيوادونو په کتار کي شميرل کيږي.

د نړيوال بانک په دغه کلني راپور کي په وروسته پاتي او يا هم جګړه ځپلو هيوادونوکي تاوتريخوالی له دوو سرچينو زيږنده بلل سوي.

د ځوانانو اوزګارتيا، د ټولني د وګړو ترمنځ نه برابري، قومي، سيمه ييز او مذهبي مسايل، اقتصادي کمزورتيا، د قاچاق وړونکو شبکو نفوذ او د بهرنيو پوځيانو مداخله او لاس وهنه هغه لاملونه دي چي د شخړو او تاوتريخوالي د ډيريدو لامل ګرځي.

په افغانستان کي د نړيوال بانک رئيس په دي اړه وړاندي وويل:

«تاوتريخوالی په هغو ځايونو کي ډير را څرګنديږي چي هلته دولتونه او دولتي امنيتي ارګانونه خپل امنيت نه تامينوي، عدالت ته لاس رسی نه برابروي او د کار کسب او دندو د بوختيا لاري چاري نه را مينځ ته کوي.»

د نړيوال بانک راپور په فساد ککړ هيوادونه او هغه حکومتونه چي قانوني ولکه يې ډيره کمزوري وي د نورو په پرتله په کورنۍ جګړه کي ژر ډوبيدونکي په ګوتو کوي.

راپور، افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه بولي چي په سلو کي له ۳۰ څخه تر ۴۰ پوري په کورنيو جګړو د اخته کيدو او ډير زيات د جنايي تاوتريخوالي د رامينځته کيدو له خطر سره مخامخ دی.

د نړيوال بانک د افغانستان د څانګي مشر نيګل روبرت د پيسو او مخدره توکو د قاچاق مخنيوی، د تاوتريخوالي پر ضد لازمه مبارزه، د مخ پر ودو هيوادونو د تجربو شريکول، د حکومتونو تر منځ د سيمي او نړۍ په کچه د وړتياوو د لوړو له پاره همکاري او د پيچلو اداري قوانينو اصلاح هغه څه بولي چي په وينا يي کولای سي د افغانستان په څير په جګړو کي ښکيل هيوادونه له کړکيچ څخه را وباسي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل