1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور:په پوځي روغتون کي عسکر د لوږي مړه سوي

۱۳۹۰ شهریور ۱۴, دوشنبه

ويل کيږي چي په تيرو څو مياشتو کي د سردار محمد داود خان په روغتون کي ګڼ شمير هغه ناروغان چي له ترهګرو سره په جګړه کي ژوبل سوي، د خپلو ټپونو د خرابيدو له امله مړه سوي دي.

https://p.dw.com/p/12T2R
انځور: AP

د ډاکټرانو کمښت، له ناروغانو سره د طبيي پرسونل ناوړه چلند او په فساد کي د د غه روغتون د ګڼ شمير چارواکو ښکيلتيا هغه لاملونه دي چي د ګنو ناروغو عسکرو ژوند يي له مرګ  سره مخ کړی دی.

د وال ستريت ژورنال ورځپاڼي ويلي، چي حتي له لوږي هم يو شمير ناروغ سرتيري په دغه روغتون کي مړه سوي دي.
 

د يوه ټپي سرتيري کورنۍ بيا ورځپاڼي ته ويلي چي ډاکټرانو له هغوی څخه د درمنلي په بدل کي د رشوت غوښتنه کړي وه.
 

امريکايي چارواکو ورځپاڼي ته ويلي دوی ته داسي لاس وندونه رسيدلي چي تير کال يو شمير هغو سرتيرو چي له طالبانو اوالقاعدي سره يي په جګړه کي  واړه  ټپونه اخيستي وو د پوځ څلور سوه بستريزروغتون ته له راوړل کيدو وروسته د ډاکټرانو او طبي پرسونل د نه پاملرنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
 

په رپوټ کي امريکايي افسران په دغه روغتون کي د پراخ مالي فساد له شتون څخه خبر ورکوي په داسي حال کي چي افغان دفاع وزارت يي نه مني.
 

وال ستريت ژورنال ليکي چي ځينو ټپي پوځيانو د څو اونيو لپاره د هغوی د زخمونو د پټيو د نه بدليدو له امله خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.
 

رپوتونه وايي  چي امريکايي افسرانو د سردار محمد د اود خان په روغتون کي  د دغي بي پروايۍ په اړه د دفاع وزارت مشرتابه ته راپور ورکړی خو هغوی بابيزه ګڼلي دي.
 

خو د افغان پوځ د اوپراسيون رئيس جنرال افضل امان ددې تر څنګ چي دغه راپور ناسم بولي وايي په روغتون کي هر څه مساعد دي.
 

« دا مطلب د افغان پوځ د يوه سرتيري له خولي هم نه دی خپور سوی، کله نا کله يو شمير راپورونه خپاره سي چي په دي روغتون کي نه مواظبت سته، نه دارو اودرمل او طبي پرسونل يي په فساد کي ډوب دی، موږ دا راپورونه ردوو او هغه بي اساسه بولو».
 

له نن څخه نهه مياشتي دمخه د همدې روغتون پخوانی مشر احمد ضيا يفتلي باندي د پراخ مالي فساد د تورونو له لګيدو وروسته له دندي وشړل سو.
 

اسوشيتت پرس آژانس راپور ورکړی وو چي د  يفتلي د مشرۍ پر مهال د پوځ له څلور سوه بستريز  روغتون څخه د ۴۲ مليونه امريکايي  ډالرو په ارزښت دارو درمل او طبي وسايل تري تم سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل