1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رايس: پاکستان بايد په شفافيت او قاطعيت سره عمل وکړي

۱۳۸۷ آذر ۱۴, پنجشنبه

که څه هم چي د امریکا دمتحده ايالتونود بهرنیو چارو وزيري کوندوليزا رايس دخبري رسنيو په وړاندي نوي ډهلي ته دخپل سفر موخه د بمبيي په ښار کي د ترورستي ګوزارونو وروسته د هند سره د امريکا پيوستون ښوولی

https://p.dw.com/p/G9HD
د هندوستان لومړی وزير من موهن سينګ په نوي ډهلي کي د امريکا د بهرنيو چارو له وزيري کونده ليزارايس سره د خبرو پر مهال
د هندوستان لومړی وزير من موهن سينګ په نوي ډهلي کي د امريکا د بهرنيو چارو له وزيري کونده ليزارايس سره د خبرو پر مهالانځور: AP

خوکه سړي لږ دپردې شاته يو نظر واچوي، نو پوهيدای شي چي دا غواړي د نوي ډهلي او اسلام آباد تر منځ دتګ او راتګ په ډيپلوماسۍ سره دغه دواړه ګاونډي، خو پر يو بل بې اعتماده هيوادونه دې ته راوبولي چي دبې صبرۍ او ناعاقبت انديشانه احساساتي اقداماتو پر ځای دسياسي درايت او هوښیارۍ څخه کار واخلي او دواړه ګاونډي هیوادونه هغه خبره هير نکړي چي د دواړو حکومتونو مشرانو د 2005 میلادي کال د اپريل د میاشي په يوه ناسته کي یو د بل سره داژمنه کړې وه چي دسولي پروسه به د دوی ترمنځ نه په وشا تلونکي پروسه وي.

داچي دبمبيي په ښارکي دتروریستي ګوزارونو دپیښي څخه را پدیخوابيا د هند اوپاکستان ترمنځ بدګوماني اوشخړي بيا خپل نهايي حد ته رسيد لي او په دواړو خواو کي تندلاري ډلي غواړي چي دغه بدګومانۍ او شخړي لاپسي زیات کړي،خو امريکایان غواړي چي دهند اوپاکستان حکومتونه دې ته را وهڅوي چي دبدګومانيو او د شخړو د زیاتولو پر ځاي دخبرو او تفاهم لاره غوره کړي، ځکه د امریکایانو په عقیده،په دغه سیمه کي ديوې نوي شخړي رامنځ ته کيدل به دسیمي دپاره زيات ناوړه عواقب له ځانه سره ولري.

امریکایان همدااوس نه یوازي په افغانستان، بلکي پخپله په پاکستان کي په کافي اندازه پرابلمونه لري. اوس د پاکستان پوځي ځواکونه تر يوه حده پوري دې ته چمتو شوي چي د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو کي د تندلارو اسلامي ډلو پر ضد عملیات وکړي خو که چيري په داسي يوه وخت کي دهند او پاکستان ترمنځ شخړي د يوې جګړې د خطر تر حده پوري ورسيږي نو پاکستان به دې ته اړوي چي دقبايلي سيمو څخه بیرته خپل عسکر وباسي او د هند اوپاکستان پر پولو باندي يې ځاي پر ځای کړي. چي دا کار به دلويدیځو هيوادونو دپاره دخطر يو ستر زیګنال وی.

په پاکستان کي بېله هغه هم د تروريزم پر ضد دجګړې پر خلاف دخلکو مخالفت او مقاومت ورځ په ورځ زياتيږي او په دغه هیواد کي ډيری خلک د واشنګټن څخه کرکه لري. په تيره بیا دهغي مودې راهيسي چي د افغانستان له خاوري څخه پر قبايلي سیمو باندي د آمریکایانو د بې پیلوټه الوتکو له خواپرګوماني ټاکلو اهدافو باندي د توغندیو ګوزارونه زيات سوي خو ددغه بريدونو په نتيجه کي هسي چي پاکستانيان وايي دګوماني تند لارو پر ځای زیاتره بېګناه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بمبيي د پيښي په لومړۍ ورځ د هغه ښار د اورګادی په يوه تم ځای کي پر عامو وګړو باندي مرمۍ و چليدې
د بمبيي د پيښي په لومړۍ ورځ د هغه ښار د اورګادی په يوه تم ځای کي پر عامو وګړو باندي مرمۍ و چليدېانځور: AP

دبمبيي په ښار کي د تروریستي ګوزارونو د پيښي څخه وروسته نوي ډهلي ددغي پيښي مسولیت د« پاکستاني عناصرو » پر غاړه اچولي او په هندکي اوس له دې څخه هم خبري کیږي چي د هند پوځي ځواکونو ته دي داحق ورکړل سي چي د ګاونډي هیواد پاکستان په خاوره کي دتروريستانو د روزني ګوماني ځایونه بمباري کړي.

دا چي د امریکا دمتحده ايالتود بهرنيو چارو وزيره کونده ليزا رايس به څنګه په نوي ډهلي کي ددغه راز غوښتنو سره مخالفت وکړي، اسان خبره به نه وي. ځکه چي د امریکا متحده ايالتونه پخپله د پاکستان د حکومت د مخالفتونو سره سره داکار په پاکستان کي کوي،که څه هم په رسمي خبرو کي پاکستان « د نړيوال تروريزم پر ضدپه جګړه کي»د امریکایانو نژدې ملګری بلل کیږي.

په نوي ډهلي کي رايس له پاکستان څخه په جدي توګه ددې غوښتنه کړې ده، چي له هند سره پر بمبيي د تروريستي پيښو د مسولینو دموندلو په لاره کي د زړه له کومي ګډ کار وکړي. رایس، د چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کي د خبريالانو په وړاندي څرګنده کړې چي د اسلام آباد حکومت بايد هغه کسان چي ګومان کيدای سي دبمبيي په تروریستي ګوزارونو کي لاس ولري محاکمي ته راکش کړي.

رايس وويل:« ما داخبره پاکستان ته په ډاګه سره کړې اوکومې، چي بايد دغه هيواد په شفافيت او قاطعيت سره عمل وکړي.» خو رايس داخبره هم کړې چي دپاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، ماته ويلي چي دده حکومت به دبمبيي ښار دپيښي په اړوند په اصطلا ټول پلونه تعقيب کړي،که هرې خواته هم دغه پلونه تللي وي.

د امریکا دمتحده ایالتو د بهرنيو چارو وزيره د پنجشنبې په ورځ په پاکستان کي ددغه هیواد دمسولو چارواکو سره ګوري.خو مخکي له دې چي کوندوليزا رايس اسلام آباد ته ورسيږي،د پاکستان ددولت مشر آصف علي زرداري دهند دحکومت داغوښتنه رد کړې چي ويلي و،د پاکستان حکومت دي شل هغه کسان چي نومونه يي دهند حکومت پاکستان ته ورکړي دي،د هند حکومت ته وسپاري.

د امریکا د متحده ایالتود بهرنيو چارو وزيره په بمبيي کي تروريستي ګوزارونه په نيويارک او واشنګټن کي د2001 ميلادي کال دسپتمبر د 11 نيټې دګوزارونو سره پرتله کوي او وايي:« زما په عقیده موږ په دې ښه پوهيږوچي دغه رازپيښي څومره انساني احساسات ژ وبلوي او اساسي پوښتنه چي د دغه رازپيښو څخه وروسته مطرح کیږي هغه به داوي چي په ټولو ممکنه وسايلو او امکاناتو سره بايد هڅه وسي چي په راتلونکي کي ددغه راز پيښو مخنوی وسي.