1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رايس د نږدۍ ختيز روغه جوړه په همدې روان ميلادي کال کې ممکنه بولي

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۶, دوشنبه

بيت المقدس: د امريکې د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيره ميرمن کوندوليزا رايس، په همدې روان ٢٠٠٨ ميلادي کال کې د نږدې ختيز د صلحې تړون ممکن بولي، او وايي چې کېدلی شي اسرائيل او فلسطنيان روغې جوړې ته سره ورسيږي.

https://p.dw.com/p/Dta6
د امريکې د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيره ميرمن کوندوليزا رايس د فلسطين هېوادمشر محمود عباس سره
د امريکې د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيره ميرمن کوندوليزا رايس د فلسطين هېوادمشر محمود عباس سرهانځور: AP

رايس په بيت المقدس او رام اله کې له اسرائيلي او فلسطيني مشرانو سره تر کتنې وروسته په ډاگه کړه، دې هدف ته رسېدنه د امکان وړ ده. دې لوی کړکېچ، په لويديز اردن کې د اسرائيلو لخوا د کورونو جوړونه وبلله.

رايس ټينگار وکړ، اسرائيل اجازه نه لري داسې سر ته رسېدلي شواهد جوړکړي، چې د صلحې په لاره کې خنډ واچوي.
د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزيرې څيپي ليوني بيا د اسرائيلو دا کار د صلحې په لاره کې کومه ستونځه ونه بلله او زياته يې کړه، چې اسرائيلو په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې د غزې له تراړو څخه په وتلو سره دا خبره ثابته کړېده.