رايس: د فلسطنيانو دپاره اوس لا پيسې نشته
۱۳۸۵ بهمن ۲۷, جمعهاعلان
د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې کندوليزا رايس وويل چې تر اوسه پورې يې نه دي اورېدلي چې آيا نوی حکومت غواړي د اسرائيلو موجوديت په رسميت وپېژني، له تشدد څخه لاس واخلي او دا چې خپلې ټولې ژمنې پوره کړي. پرون د فلسطينيانو ولسمشر محمود عباس په اوسني لومړي وزير اسماعيل هنيه باندې غږ کړی و چې د پنځو اونيو په ترڅ کې دې دی يو نوی حکومت جوړ کړي. رايس ښايي چې د شنبې په ورځ نژدې ختيځ ته سفر وکړي.