راسموسن په افغانستان کې د شفافه ټاکنو غوښتنه وکړه
۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبهراسموسن د جمعې په ورځ د رویترز له خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: «زه فکر کوم چې د دې په خاطر چې د خلکو او دولت تر منځ د باور فضا رامنځ ته شي باید آزاده، منصفانه او شفافه ټاکنې وشي.»
راسموسن په داسې حال کې دا خبرې کوي چې تر دې یوه ورځ مخکې ولسمشر کرزي د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون څخه د بهرنیو غړو د وتلو غوښتنه وکړه.
راسموسن دغه خبرې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال په مزارشریف ښار کې وکړې. هغه افغانستان ته د خپل دوه ورځیني سفر په پای کې د ۳۵ هغو هیوادونو استازو سره هم ولیدل چې په دې هیواد کې سرتیري لري.
راسموسن تر دې مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې په افغانستان کې په سوله ییز ډول د واک لیږدول ښايي په دې هیواد کې د دموکراسي د پرمختگ نښانه وي.
هغه وویل چې په افغانستان کې د ټاکنو څرنګوالی ډیر اهمیت لري. اوس ناټو په افغانستان کې د امنیت د لیږد د بهیر څارنه کوي. په پام کې ده چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه پخپله افغانانو ته وسپارل شي. تر دې نیټې وروسته به ناټو یوازې د افغان ځواکونو په روزنه بوخته وي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کړکیچ نړیوال سازمان ویلي وو چې که په افغانستان کې ټاکنې شفافه نه وي نو کیدای شي چې له دې هیواد څخه د ناټو د سرتیرو تر وتلو وروسته د هغه حکومت سقوط وکړي.
پخپله ولسمشر کرزي څو وارې ویلي دي چې هغه به ځان په ټاکنو کې و نه نوموي ځکه له قانوني لحاظه د دې کار اجازه نه لري خو د هغه سیاسي مخالفین اندیښنه لري چې نه شي کرزی خپل کوم متحد او یا خپلوان د افغانستان ولسمشرۍ ته و نوموي.
مسعود جهش/ رویترز
کتونکی: سید ریاض