1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راسموسن: ناټو له افغان ځواکونو سره گډ عملیات پیل کړي دي

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16Ilo

د ناټو عمومي منشي ویلي دي چې د دغه ائتلاف ځواکونو له افغان پوځ سره تر ډیره کچه له سره گډ پوځي عملیات پیل کړي دي. دغه گډ عملیات وروسته له هغې درول شوي ول چې پر بهرنیو ځواکونو باندې په اصطلاح د «دوست ـ دښمن» په بریدونو کې ډیروالی راغلی وو.

د ناټو عموي منشي اندرس فوگ راسموسن د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د جگړې په ډگر کې زیاترو قوماندانانو بیرته گډ عملیات پیل کړي دي. خو په عین وخت کې راسموسن دا خبره مني چې داخلي بریدونو د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا ضعیفه کړې ده. ناټو په پلان کې لري چې له افغانستان څخه په ۲۰۱۴م کال کې د بهرنیو جنگي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان پوځ د روزنې پروسه پر غاړه واخلي.