1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رابرټ گېټس:امريکايي عسکر په افغانستان کي بريالي دي

۱۳۸۹ مرداد ۱۱, دوشنبه

امريکايي عسکرو په افغانستان کي د نهو کلنۍ جگړې تر ټولو زيات ځاني تاوانونه د جولای په مياشته کي وليدل. خو امريکايي پوځ وايي چي طالبانو نه سي کولای چي امريکايي پوځ پر شا وتمبوي.

https://p.dw.com/p/Oa6O
د امريکا د دفاعي چارو وزير
د امريکا د دفاعي چارو وزيرانځور: AP

فرانسپرس آژانس ليکي، د افغانستان له جگړې سره د مخالفت باوجود، د امريکې د متحده ايالتونو د پوځ وزير رابرت گېټس د يکشنبې په ورځ باندې وويل، چې د ٢٠١١ ميلادي کال د جولای د مياشتې له پيل سره به له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو يوه وړه برخه وزي.

گېټس زياته کړې، سره له سختې زيان لېدنې او عمومي شک او ترديد، امريکايي ځواکونه د افغانستان په جگړه کې بريالي دي او طالبان به په دې ونه توانيږي، چې امريکايي ځواکونه پر شا وتمبوي، ځکه چې د هغوی يوه لويه برخې پاتې کېدونکې ده. گېټس د اولسمشر بارک اوباما لخوا د خپلو عسکرو د وتنې د ميعاد په اړوند، ټکي په ټکي جوته کړي:

« زما په خيال بايد يو ځل بيا پر دې پيغام باندې ټينگار وشي، چې موږ له افغانستان څخه د ٢٠١١ کال د جولای په مياشت کې نه وزو. زما له شخصي نظره مخکې له وخته ايستنه به د يو محدود شمېر سرتېرو وي.»

گيټس د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آيا طالبان به اوس د ٢٠١١ ميلادي کال تر نيمايي پورې د وخت په انتظار کښيني او که څنگه، وويل:

« دا به ډېر ښه وي، ځکه هغه وخت به موږ د ١٩ مياشتې د پاره له ډېرو ځواکونو سره هلته وو.»

فرانسپرس وړاندې ليکي، د امريکايي عسکرو د مرگ ژوبلې او پر افغان مشر حامد کرزي باندې ناباورۍ، د امريکې په خلکو او دموکراتو وکيلانو کې د افغانستان جگړې بد نوم پيداکړی. د امريکې متحده ايالتونه له دې پوښتنې سره هم مخامخ دي، چې آيا د افغانستان د خلکو باور به بېرته ترلاسه کړی شي او که نه.

اوباما د امريکې له جگړې څخه په دفاع کولو سره د CBS راديو يوه پروگرام کې په ډاگه کړه، چې د واشنگټن موخې منځنۍ وې او د امريکې متحده ايالتونه دا پلان نه لري افغانستان کې لويديزه رنگه دموکراسي راولي. اوباما د يکشنبې په ورځ خپرې شوې يوې مرکې کې څرگنده کړه: کوم څه چې موږ يې سر ته رسول غواړو سخت دي، ډېر سخت، مگر هغه يوه داسې موخه ده، چې ترهگرانو ته اجازه نه ورکوي، له هغه سېمې څخه فعاليت وکوي. اوباما ډاډ ورکړ، چې دا کار به کيږي او علاوه يې کړه: موږ کولی شو افغانستان کې پوره ثبات راولو او هم له پاکستان څخه پوره مرسته ترلاسه کولی شو.

د ٢٠٠١ ميلادي کال د سپتمبر د مياشتې له گذارونو څخه وروسته د امريکې تر مشرتابه لاندې پر افغانستان باندې حملې طالبان رانسکور او د القاعدې مشر اوساما بن لادن او نور غړي يې تيت او پرک کړل. خو له ٩ کالونو راپديخوا د قريب ١٥٠٠٠٠ امريکايي او ناتو عسکرو له موجوديت سره سره طالبانو زور موندلی دئ.

حالت پر اولسمشر حامد کرزي باندې د بې باورۍ له کبله نور هم لانجمن شوی. کرزی د عمومي ټاکنو په نتيجه کې قدرت ته رسېدلی او اوس د سختې شوکې او هم د نشه يي توکو له سوداگرو سره د اړوند دردلو تور پرې لگيږي.

په نړيوالو ځواکونو کې هم د ستړيا او محدوديت نخښې نښانې ليدل کيږي. هالنډي عسکرو د يکشنبې په ورځ افغانستان کې خپله دنده پای ته ورسوله او له افغانستان څخه يې په وتلو بريد وکړ. د دوی دنده په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې شروع او تر اوسه پورې ٢٤ تنه ترې وژل شوي.


ليکونکی: آژانسونه/ عارف وردگ

کتونکی: احمدولي اڅکزی