رابرت ګېټس کابل ته رسېدلی
۱۳۸۸ اسفند ۱۷, دوشنبهګېټس په خپله الوتکه کي مخکي له دي چي په کابل کي راکښته سي، خبريالانو ته وويل:«په دې کي شک نه سته،چي مثبت پرمختګونه روان دي، خو زه غواړم چي ووايم چي لا تراوسه هم ډير وختي دی، چي سړی د يو بشپړ برياليتوب څخه خبري وکړي.»
ګېټس په ګاوندي هيواد پاکستان کي په دي وروستيو وختو کي د طالبانو د څو تنو مشرانو د نيولو له خبر څخه خوښي څرګنده کړه، خو وويل، لا تراوسه څه ويلي نه سي ،چي په افغانستان کي وضعيت د ايتلافي ځواکونو په ګټه بدل سوی دی.
ګېټس وروسته له هغي افغانستان ته سفر کوي چي د هلمند په ولايت کي د مارجه سيمه د طالانو له واکمني څخه وايستل شوه.
ګېټس وويل، چي هغه غواړي چي نه يواځي د مارجې د عملياتو د وروستيو پايلو په هکله معلومات تر لاسه کړي، بلکي د هغه د خپلي وينا له مخه غواړي چي « د راتلونکي پسرلي، دوبي او مني د پلانونو په هکله هم نظر واچوي.»
د دفاع وزير له جمهور ريس کرزي سره هم ګوري، هغه پرون مارجې ته تللي ؤ.
په عين وخت کي نن په پام کي ؤ چي د ايران جمهور رييس محمود احمدي نژاد هم افغانستان ته سفر کړی وای، خو د ايران خبري آژانس د رپوټ له مخه، احمد نژاد خپل ننی سفر بيرته فسخه کړ. دا په تيرو درو ورځو کي افغانستان ته د دريم لوړ پوړي بهرني چارواکو سفرونه دي چي کيږي.
AG/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل