1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رابرت ګېټس: غواړم چي د ګوانتانامو زندان وتړل سي

۱۳۸۷ آذر ۲۹, جمعه

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير چي په راتلونکي دوره کي به هم پر خپل ځای پاته سي په يوه تلويزيوني مرکه کي ويلي چي ډير ژر بايد د ګوانتانامو زندان وتړل سي

https://p.dw.com/p/GJet
د امريکا اوسنی او راتلونکی د دفاع وزير رابرت ګېټس
د امريکا اوسنی او راتلونکی د دفاع وزير رابرت ګېټسانځور: AP

د امريکا د پوځ وزير دا هم پرې ورزياته کړه، چي په دې ټکي کي له نوي غوره سوي اولسمشر بارک اوباما، سره يو نظر لري. ده له بارک اوباما سره د يوې کتنې له نتيجې څخه دا يادونه هم وکړه، چي د گوانتانامو د زندان تړل د نوي اولسمشر د پاره تر هر څه لومړيتوب لري. حتی د اوباما د ټول حکومت لپاره.

د اوباما د پوځ راتلونکي وزير هم په دې اړوند کوم معلومات ورنه کړل، چي په کيوبا کي پروت د گوانتانامو جېل به څه وخت تړل کيږي.خو دغومره ښکاره ده، چي له موجودو 250 تنو بنديانو څخه به لږترلږه 50 تنه سمدلاسه خوشي کيږي، ځکه دوی له زيات وخت راپدېخوا پرته له جرم او گناه څخه د امريکا په بند کي ښکېل دي.

مگر هېڅوک هغوی ته ځای نه ورکوي. د امريکا د پوځ وزير وويل، چي دوی د هغو هېوادونو په لټه کي دي،چي دې کسانو ته په خپله خوښه سره ځای ورکول غواړي.

گېټس وايي:« حقيقت دا دئ چي: موږ هيڅ داسي مملکت نه شو موندلای چي دا کسان ومني. او له دې څخه ډاډه اوسو، چي دوی به هلته بيا نه بندي کيږي او نه به کړول کيږي.»

د امريکا راتلونکي مشر اوباما ته اوس کرار کرار د ګوانتانامو زندان درد سر جوړيږي
د امريکا راتلونکي مشر اوباما ته اوس کرار کرار د ګوانتانامو زندان درد سر جوړيږيانځور: AP/DW

واقعيت دا دئ: د گوانتانامو په بند کي د پرتو بې گناه کسانو د پاره بېرته خپل هېواد ته تگ ستونزمن دئ. دوی له چين، روسيې، ليبيا، تونس او ازبکستان څخه دي، چېرته چي ورته د کړونو او په دوامداره توگه ترفشارلاندي نيولو خطر شته. اولسمشر بوش هم مخکي له دې نه په ناکامۍ سره د آلمان له حکومت نه غوښتي دي، چي دا کسان ور پريږدي، د کومو په جمله کي چي يوه 17 کسيزه د چينايي مسلمانانو ډله هم شامله ده. د امريکا نوی مشر بارک اوباما، هم له دې مفکورې څخه چندان پلوي نه کوي، چي بايد دې کسانو ته پخپله په امريکا کي ځای ورکړل سي او دا ځکه چي امريکا په دې برخليک آخته کړي دي.

اوباما دا بېره لري چي د ده سياسي حريفان دې ډول معاملې ته سترگې په لاره ناست دي، تر څو ورڅخه سياسي گټه اوچته کړي. دا هم نه ده معلومه چي اوباما به په گوانتانامو کي د ترهگرۍ په تور موجودو لوړ کچو کسانو سره څه معامله کوي.

اوباما وايي:« زه د امريکا د محکمو په درايت او د امريکايي جېلونو پر امنيت باندې پوره باور لرم.»