1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رابرت ګېټس: افغانستان ته د ډيرو عسکرو ليږل هم يو حد لري

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۳, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير روبرت ګېټس وايي، په افغانستان کي ددغه هيواد د عسکرو د شمير د لاپسي زياتولو له پاره زموږ امکانات محدود بريښي.

https://p.dw.com/p/Hiy8
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټسانځور: AP

دغه خبره رابرت ګېټس پرون د CNN تلوزيون سره په يوه مرکه کي کړې او وايي، چي «دپلان شوي شمېر څخه د زياتو سرتيرو د ليږلو د مسالي په لاره کي په تيره بيا سياسي خڼدونه شته دي. دا به آسانه خبره نه وي چي موږ ددې کار له پاره سياسي استدلال وړاندي کړو.»

په نژدې راتلونکي کي به د امریکا د متحده ایالاتواو د ملګرو هيوادونو دسر تيرو شمېر په ګډه سره د هندوکش په لمنه کي پروت هیواد افغانستان کي سلو زرو ته ورسیږي . دغه شمير دهغه سرتيرو په پرتله چي يو وخت شوروي اتحاد دغه هيواد ته استولي ول، يوازي لس زره کم دی . د اتيايمي لسيزي په بهير کي، کله چي شوریانو پر افغانستان باندي يرغل کړی و، هلته يې د يو سلو لسو زرو په شاوخواکي سرتيري استولي ول.

همدا اوس په افغانستان کي د نړیوال سوله ساتي ځواک ISAF په چوکاټ کي، چي قومانده يې ناټو په غاړه لري او دEnduring Freedom يا د دوامداري آزادۍ تر کود نامه لاندي د نړیوال تروريزم سره د مبارزي له پاره په مجموعي توګه 70 زره بهرني عسکر په افغانستان کي ځاي پر ځای دي، چي څه نا څه د 40 هیوادونو څخه راځي خو زیاتره يي امریکايي عسکر دي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلام کړی چي 21 زره نور امریکايي عسکر به هم په روان کال کي افغانستان ته واستول شي.

له بله پلوه د امریکا دمتحده ایالاتو ددفاع وزير رابرت ګېټس ددغه هیواد له کانګرس څخه ددې غوښتنه هم کړې، چي ډیر ژر د اتياو ملياردو ډالرو څخه زياتي نوري پيسې هم د افغانستان او عراق د جګړو له پاره منظورکړي . په دغه پيسو کي هغه څلور سوه مليونه امریکايي ډالر هم شامل دي چي بايد پاکستان ته د طالبانو سره دجګړې د پرمخ بيولو له پاره ورکړل شي.

دغه خبره ګېټس د تيرې پنجشنبي په ورځ د امریکا دسنا جرګې دبودجې دمنظورولو د جرګه ګۍ په وړاندي کړې وه.

د همدغه جرګه ګۍ په وړاندي د امریکی دمتحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزيري هلري کلینتون هم داخبره جوته کړي، چي د پاکستان پوځ به پخپلو ټولو امکاناتو سره دا هڅه وکړي چي ددغه هيواد اټومي سلاو ي د طالبانو لاس ته ورنشي.

د امريکا د متحده ایالاتو د دفاع وزير وايي:

«دوی بايد وپوهیږي چي دابه د اسلام آباد او پاکستان له پاره يو لوی ګواښ وي . زه غواړم دلته ددې خبري یادونه وکړم چي د امریکا متحده ایالات په 1993 م کال کي د القاعدې دګوزار سره مخامخ شوي ول، او موږ 8 کاله وروسته دا پریکړه وکړه چي بايد د القاعدې سره جګړه پيل کړو. اوس زما په عقیده پاکستان هم دهمداسي يوې وضع سره مخامخ دی چي بايد دتند لارو طالبانو په مقابل کي قاطع عمل وکړي».

AFP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل