رابرت ګيتس: د افغانستان په جګړه کي سړی باید زغم ولري
۱۳۸۹ خرداد ۲۲, شنبهپرون په بروکسل کي د ناتو د غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو يوه غونډه پاي ته ورسيده. د دغي غوندي مهمه اجندا په افغانستان کي د ناتو پوحي ماموريت ؤ.
په داسي حال کي چي د طالبانو ضد جګړه کي ناتو له پرمختګ څخه غږيږي، د متحده ايالاتو د دفاع وزير، بروکسل کي پرون وويل چي نوي ستراتيژي وخت ته اړتيا لري تر څو «ريښيي» يي پخي شي.
په هغه يو پريکړه ليک کي چي د غونډي په پاي کي په بروکسل کي خپره شوه راغلي دي: «په څپل هيواد باندي د افغانستان د حکومت د کنترول او د واکمني د پراخيدو، د سياسي شرايطو د بدلون او د بغاوت د ټکولو د هڅو په موخه د ناتو عمليات د پرمختګ په حال کي دي.»
په اعلاميه کی زياته شوي ده: « البته مهم او ستر برياليتوب ته د رسيدو مزل لا پاتي دي. ، خو مونږ د وروستيو نتايجو څخه خوښ يو.»
وروسته له کابو نهمو کلونو جګړي او د عامه ملاتړ د کمزوري کيدو له امله د ناتو پوځي قوماندان تر سخت سياسي فشار لاندي دي تر څو په افغانستان کي برياليتوب ښکاره کړي.
خو د متحده ايالاو د دفاع وزير رابرت ګيتس وویل چي له نوي ستراتيژي څخه چي د هغی له مخی په لس ګونو زره امريکايي سرتيري يي د افغاسنتان د جګړي ډګر ته واستول يواځي څو مياشتي تيري شوي دي. ګيتس د بروکسل له غونډي څخه وروسته یو خبري کنفرانس ته وويل: « تر کومه ځاي چي زه پوهيږم،د دغه پلان عملی کول اوس پیل شوی دی او يواځي څو مياشتي مخکي پيل شو»،
خو ګيست اعتراف وکړ چي د طالبانو د رژيم له نسکوریيدو وروسته واشنګتن د افغانستان په وړاندي له نيمګړتيا څخه کار واخيست. « دغه هیواد ته یی زیات سرتیر یوا نه استول.»
هغه وويل په همدي وجه اوس د بشپړ بريالتيوب په لور لاره اوږده شوی او بايد زغم وشي.
د ناتو د دفاع وزيران په دي باور دي چي په افغانستان کي جګړه سمي خواته روانه ده. د ناتو عمومي منشيAnders Fogh Rasumssen په دوه ورځني غوندي کي نوموړو وزيرانو ته وويل چي د نړيوال ايتلاف د عملياتو لړي د طالبانو د غورځنګ « د زيږيدو ټاټوبي » ته پراخه شوي ده. د هغه له دي خبري څخه مقصد کندهار ؤ چيرته چي ناتو د نوو عملياتو پلان لري. د ناتو عمومي منشي په خپلي وينا کي يادونه وکړه چي طالبان په دي پوهيږي، که چيري هغوي په جنوب کي د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي، دا به د « يوي جدي ماتي نښانه» وي، په دي وجه هلته خپل مقاومت يي ټينګ کړي دي.
Rasumssen زياته کړه: « خو مونږ د خپلو عملياتو نتايج همدا او وينو او په مخکی نيول شوی لاری ته دوام ورکوو.»
د ناتو د عمومي منشي دغه يادوني وروسته له هغي يادي شوي چي په افغانستان کی د ناتو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال ستنلي ميک کريستل وويل چي په کندهار کي به د عملياتو سرعت د هغه څه په پرتله چي مخکي پلان شوي ؤ، ورو وي.
فرانس پرس/ عبدالباري حکيم
کتونکي: احمد ولي اڅکزي