1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د Sandy په نوم طوفان لږ تر لږه ۳۹ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ آبان ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/16Y30

د نوې راپور پر اساس د سندی (Sandy) په نوم ستر طوفان چې د کارابین په مسیر روان دی لږ تر لږه ۳۹ تنه وژلي او نور ډیر زیات مالي تاوانوانه یې هم رامنځ ته کړي دي. د رسمي مقاماتو د وینا پر اساس د دغه طوفان په پایله کې یوزاې په هایتي کې ۲۵ تنه وژل شوي دي او په کوبا کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۱ تنو ته رسیدلی دی.

دا له ۲۰۰۵م کال راهیسې په دغه جزیره کې د سخت طوفان په توگه یادیږي. د سندی په نوم طوفان د جمعې په ورځ د بهامز په نوم جزیرې ته رسیدلی دی. په عین وخت کې په فلیپین کې د «سن تینح» (Son Tinh)په نوم د طوفان له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۲۴ تنو ته رسیدلای دی او پر دې سربیره نهه تنه هم لادرکه دي.