1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د NSU د ځنځیري قتلونو د محاکمې د پیل کلیزه

اندریا گروناو/ گل غوټۍ پوپل۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

یو کال کیږی چې په آلمان کې د «ناسیونال سوسیالتي پټې ډلې» د کابو یوې لسیزې د ځنځیري وژلو محاکمه پیل شوې دغې ډلې چې د NSU په نامه یې شهرت پیدا کړی دی یو شمیر بهرنیان چې ډیری یې په خټه ترکان دي، په پټه توگه په قتل رسولي دي.

https://p.dw.com/p/1BvGV
انځور: Getty Images

اسماعیل یوزگات، د NSU له خوا د خپل وژل سوي زوی یو عکس له ځانه سره محکمې ته وړی دی. هغه غواړي په دې ډول له یوې خوا خپل غم ښکاره کړي او له بلې خوا د دغه ډول قتلونو په اړه د سمې پلټنې غوښتنه کوي. د دغو قتلونو له امله د قربانیانو خپلوان له یوه کال راهیسې دغه محاکمه تعقیبوي او په هغې کې د روښانتیا غوښتنه کوي.

«زما نوم اسماعیل یوزگات، دی او د ۲۱ کلن هالیت یوزگات، پلار یم چې په آلمان کې پرته له کومې گناه وژل سوی دی.» نوموړي دغه جمله د ۲۰۱۴ کال د مارچ میاشتې کې د NSU د محاکمې پر وخت یاده کړه. د هغه زوی د ۲۰۰۶ میلادي کال د اپریل پر شپږمه نېټه د ده په غیږ کې ساه ورکړه. د اسماعیل سترگي په داسي حال چې له ژړا ډکې وې محکمې ته وویل چې د هغه زوی د کسل په ښار کې په خپله انټرنېټ کافې کې، په داسې حال کې په مرمیو وویشتل سو چې په دغې کافې کې د آلمان د کورني استخباراتو (فرفاسونگ شوتڅ) یا د اساسی قانون د ساتنې ادارې یو کار کوونکی اندریاس ت، د یوې انټرنېټ پاڼې پر لوستلو بوخت وو.

مدافع وکیل توماس بلیویر
مدافع وکیل توماس بلیویرانځور: bdk Rechtsanwälte

هالیت یوزگات، د NSU له خوا د ځنځیری قتلونو لسم او وروستی قرباني دی. د هغه مور او پلار اوس د نوموړې ډلې د غړې بیاته شیپه، او څلورو نورو تورنو کسانو پر ضد دعوه کړې ده او د هغه د قتل په اړه د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کوي. د قضیې دردونکي خبره دا ده چې په لومړي سر کې د یوزگات، کورنۍ د پولیسو له خوا په دې شک تر تحقیق لاندې نیول سوې وه چې ښایي دغه کورنۍ خپله په قتل کې لاس ولري.

په همدې وجه د هالیت مور عایشه یوزگات، د تیرکال په مني کې پر دې خبره ټینگار وکړ چې په دې اړه باید ټولې دوسیې وڅېړل سي. د یوزگات کورنۍ او د هغې د مدافع وکیل له پاره مهمه خبره دا وه چې د کورني استخباراتي ادارې د نوموړي مامور اندریاس ت، په اړه اسناد او شواهد د تحقیق په دوسیه کې شامل کړای سي. د نوموړي په هکله چې یو اوږده موده د هالیت یوزگات، د قتل په قضیه کې د شاهد په توگه حاضر شوی نه وو، پولیسو د شک پر بنیاد تحقیق پیل کړی وو او هغه یی تر څارنې لاندې نیولی وو. په دې هکله ثبت شوی تحقیق وجود لري.

د قربانیانو خپلوان پر فدرالي څارنوالۍ باندې هم نیوکه کوي

محکمې په لومړي سر کې له دې څخه ډډه وکړه چې ټولې دوسیې د محاکمې په بهیر کې شاملې کړای سي.

په هامبورگ کې مدافع وکیل توماس بلیوییر، وایي چې د یوزگات کورنۍ او ورسره وکیلان بیا په خپله د آلمان د کارلسروهه، په نامه ښار ته ورغلل او هلته یې په فدرالي څارنوالۍ کې په دې اړه دوسیې وکتلې. له هغی وروسته هغوی محکمې ته د اسنادو او شواهدو د ثبوت له پاره عرض وکړ چې په قضیه کې نور شاهدان راوغوښتل سي. د قضیې د وکیل بلیوییر، په نظر دا د دې ثبوت دی چې دNSU په دوسیه کې د قربانیانو د خپلوانو دعوه څومره مهمه ده: «فیدرالي څارنوالۍ نه غواړي چې د قضیې ټول پسمنظر روښانه شي.» د قربانیانو څه د پاسه ۳۰ کسانو په فبرورۍ کې په یوه گډ عرض کې پر دې غوښتنه ټینگار وکړ.

څارنوالۍ استدلال کوي چې دا محاکمه کومه «څیړنیزه جرگه گۍ نه ده، هدف دا دی چې ژر تر ژره د تورونو کسانو گناه روښانه کړای شي او د محکمې بهیر له خنډ سره مخامخ نه شي او یا کوم تاوان ورته ونه رسیږي. مدافع وکیل بلیویر، وایي چې دغسې یو استدلال د یوزگات د کورنۍ او د هغې د وکیلانو له پاره د قناعت وړ نه دې: «دا چې د آلمان کورني استخبارات په دې قضیه کې څومره لاس لري، همدې محاکمې پورې اړه لري ترڅو له هغې وروسته د قربانیانو په حق کې عدالت وسي.» هغه زیاتوي: «حتی که چیرې تورن کسان مجرم هم وگڼل سي، غوره ده چې قضيه په بشپړه توگه روښانه کړای سي.»

د هالیت یوزگات مور او پلار، د NSU، له لوري د وژل شوو کسانو له پاره دعا کوي
د هالیت یوزگات مور او پلار، د NSU، له لوري د وژل شوو کسانو له پاره دعا کويانځور: picture-alliance/dpa

د قربانیانو خپلوان غواړي په دغه پروسه کې فعاله ونډه واخلي

مدافع وکیل بیلوییر، زیاتوي چې د هالیت کورنۍ ته دا مهمه نه ده چې دغه محاکمه دې په بیړه تر سره سي یا مجرمینو ته څه ډول سزا ورکول کیږي او نه هم له هغوی سره د غچ اخیستلو احساس سته. دوی یوازې له دې کبله په دغه پروسه کې برخه اخلي تر څو په دقیق ډول پوه سي چې څه پیښ سوي دي. په قضیه کې د ټاکل سوي قضایي هئیت رئیس قاضي مانفرید گیوتڅل، دغه ډول استدلال پر ځای بولي. په همدې وجه داسې ښکاري چې هغه د یوزگات د کورنۍ د غړو عرضونه منظور کړي وي تر څو له هیسن څخه د کورني استخباراتو د ادارې یو شمیر کارکوونکي د آلمان په مونشن ښار کې محکمې ته حاضر سي.

د خپل زوی د وژل کیدو د اتم تلین څخه څو ورځې وروسته اسماعیل یوزگات په خپله وکولای سول د استخباراتي ادارې کارکوونکی اندریاس ت، چې هغه د انټرنېټ کافې له وخت څخه پیژانده، د ۲۰۱۴ کال د اپریل میاشتی محاکمې په جریان کې د ځینو ضد او نقیض څرگندونو په هکله تر پوښتنو لاندې ونیسي. د بیلگې په توگه: «دا څرنگه ممکنه ده چې د استخباراتي ادارې یو کار کوونکی چې ۱،۹ متره لوړوالی لري، د قتل په ورځ د هالیت یوزگات د موندولو له پاره انڼرنېټ کافې ته راغلی وي او بیا د انڼرنېټ د استعمال له امله پیسې تحویلوي، خو د یوه کوچني میز تر شا پرتې وینې نه ویني.» د مقتول پلار د استخباراتي ادارې مامور ته په خطاب کی په محکمه کې وویل: «زه ستا په خبره هیڅ باور نه کوم.»

مدافع وکیل لیویر، وایي: «له داسې یوې وینا سره د یوزگات کورنۍ د راحتۍ احساس کوي چې لږ تر لږه د دې موقع پیدا یې کړه چې یو څه ووایي او په دغې محاکمې کې نقش ولري.»

د مارچ میاشتې په محاکمه کې هم اسماعیل یوزگات، دا خبره وکړه: «ما هغه وخت د آلمان پولیسو ته وویل چې زما د زوی قاتلین د خارجیانو ضد خلک دي، خو هغو یې خبره ونه منله.» خو نن ورځ د اسماعیل خبرو ته ټولو غوږ نیولی دی. د هالیت د قتل څخه وروسته د هغه د کورنۍ پر یو شمیر غړو باندې بدگماني وشوه او داسې گمان کیده چې گواکې هغوی په جنایي اعمالو او د نشه یي توکو په سودا گرۍ کې لاس لري. دغسې بدگماني لا مخکې د NSU د جنایي عملونو د بل قرباني انورشیمسیک، د قتل سره پیل سوې وه. انور شیمسیک د ۲۰۰۰ کال د سپتمبر په نهمه په خپل ترانسپورتي موتر کې په قتل ورسید.

بلاخره ثابته سوه چې د پلار پر ضد تورونه ناحق ول

د مقتول شیمسیک، لور سمعیه شیمسیک په ۲۰۱۲ کال کې کله چې د NSU د قربانیانو له پاره په آلمان کې د ویر یوه ستره غونډه جوړه شوې وه وویل: «موږ حتی اجازه نه درلوده چې ځان د پیښې قربانیان وگڼو.» د قضیې د محاکمې له پیل څخه یو څه موده مخکې نوموړې د خپل پلار د وژل کیدو څخه وروسته د خپلې کورنۍ د ترخو تجربو په هکله یو کتاب ولیکه.

عایشه شیمسیک، له خپل مدافع وکیل سره
عایشه شیمسیک، له خپل مدافع وکیل سرهانځور: Christof Stache/AFP/Getty Images

د یوزگات د کورنۍ او د قربانیانو د نورو کورنیو په څير، د سمعیه شیمسیک کورنۍ هم د NSU په قضیه کې د بشپړې روښانتیا غوښتنه کوي. هغی ویلي دي چې بیاته شيپه، چې په دغو قتلونو کې پرې د لاس لرلو تور دی، که څه هم د چوپیتا غوره کولو حق لري، خو دا خبره دې وکړي «چې ولې زما پلار ووژل شو؟»