1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د MH370 طيارې د ورکېدو يو کال پوره سو

محمد قاسم نوري / آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۷, یکشنبه

دقيق يو کال تر مخه MH370 د رادار د صفحې څخه ورکه سوه. تر اوسه پوري د دغي مالیزیايي بویینگ طیارې او د هغه د ۲۳۹ مسافرینو او عملې هر نوع څرک ورک دی. خو مالیزیا نه غواړي امیدواري د لاسه ورکړي او د هغه لټون ته ادامه ورکوي.

https://p.dw.com/p/1EnGP
انځور: Reuters

د MH370 طیارې د ورکیدو د یو کال پوره کیدو په مناسبت د مالیزیا صدراعظم نجیب رزاق کوښښ وکړ، چي د ورکي سوي طیارې د مسافرینو خپلوانو ته جرأت ورکړي. رزاق وویل چي د مالیزیا په طیارې پسي د لټون ادامه خپل مکلفیت بولي او ډیره امیدواره دی، چي MH370 طیاره دي پیدا سي. نوموړي د خپلو خبرو په ادامه وويل چي « سړی د مسافرینو د کورنیو د حالت هغه حالت نسی تعریفولای، کوم چي پر دوی باندي تیریږي.»

د ورکي سوي طیارې په هکله پوښتنو ته جواب نه درلودل او قاطع شواهد او اسناد، مثلأ د طیارې باډۍ او نوري برخي يې چیري دي، د دغي تراژیدي زغم نور هم سختوي. د مالیزیا د هوايی شرکت ۷۷۷ ماډل بوینگ دغه طیاره د ۲۰۱۴ م کال د مارچ پر اتمه د کوالالمپور څخه د پیکینگ پر خوا د تگ پر وخت ورکه سوه. د ستلایت د تصویرونو ارزیابي ښکاره کوي، چي هغه څو ساعتونه د جنوب او بحر هند پر خوا روانه وه او د آسټراليايي ښار پېرت د غرب په تقریبأ ۲۰۰۰ کیلومترۍ کي هغه وخت ولویده، کله چي یې تیل خلاص سوه.

د ورکي سوي طيارې د لټون ساحه چي تقريبا ۱۰۰ کلومتره پراخه او ۶۵۰ کلومتره اوږده ده
د ورکي سوي طيارې د لټون ساحه چي تقريبا ۱۰۰ کلومتره پراخه او ۶۵۰ کلومتره اوږده دهانځور: cc-by/ATSB and Geoscience Australia

تزلزل نه خوړونکی قاطعیت

د اسټرالیا د صدراعظم د هوايي چارو مرستیال وارن تروست هغه وخت ډاډ ورکړی ؤ، چي «زموږ قاطعیت، چي ورکي سوي طیارې ته جواب پیدا کړو، هیڅ تزلزل نه پیدا کوي.» اسټرالیا د MH370 د باډۍ پیدا کولو وظیفه پر غاړه واخیسته.

خو صدراعظم ټوني اېبوت اوس په خپلو دې خبرو سره چي دی وعده نسي ورکولای، چي په طیارې پسي لټون به د پخوا په ډول شدت ولري، د ورکي سوي طیارې د مسافرینو خپلوان مایوسه کړل.

په طیاره پسي په تقریبأ۱۰۰ کیلومتره عرض او۶۵۰ کیلومتره طول کي لټون روان دی. په دغه ساحه کي اوبه په ځینو برخو کي تر ۶۰۰۰ مترو پوري ژوري دي.

چین محفلونه او یاد غونډي منع کړي دي

په کوالالمپور کي د MH370 طیارې د ورکیدو د یو کال پوره کیدو په مناسبت د مسافرینو خپلوان د هغوی په یاد سره راټول سول. د مالیزیا هوايي شرکت سربیره پر دې د طیارې د عملې او مسافرینو کورنیو ته مراسم ترتیب کړي دي. په غټو مغازو کي داسي کاغذونه ځړول سوي چي په هغو کي غمشریکان خپل خاطرات لیکي.

خو په پیکینگ کي بيا د مسافرینو خپلوانو ته د یاد غونډو او محفلونو جوړولو اجازه ورنه کول سوه. په دغه ښار کي په لس هاوو پولیسو د مالیزیا د سفارت د شاوخوا سړکونه بند کړل. د مسافرینو د کورنیو ډیرو غړو ویلي دي، چي پولیس د دوی کورو ته ورغلي دي او هغوی ته یې ویلی دي، چي د کورو څخه د راوتلو اجازه نلري. د ورکي سوي طیارې د ۲۳۹ مسافرینو د جملې څخه ۱۵۳ تنه یې چینایان وه.