1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ISI مشر واشنگتن ته روان دئ

۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبه

د پاکستان د استخباراتي شبکې مشر په يوه دوه ورځني سفر واشنگټن ته ځي. په دغه سفر کي به هغه د متحده ایالاتو د استخباراتي ادراې له مشر سره وویني.

https://p.dw.com/p/15g5N
انځور: Reuters

اټکل کیږي چي په دغه لیدنه کتنه کي به د خبرو اترو تر ټولو مهمه موضوع د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وي.

د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې یوه بیانیه کي ویل شوي دي، چي د پاکستان د استخباراتي شبکې ISI مشر به د اگست مياشتي له لومړۍ نیټې څخه تر دریمي نیټې پوري په واشنگټن کي وي او په دغه ترڅ کي به د CIA له مشر سره هم وویني.

د ISI د استخباراتي شبکې د مشر په توگه تر ټاکل کیدو وروسته دا د برید جنرال ظهیر الاسلام، متحده ایالاتو ته لومړی سفر دئ.

په خبر پاڼه کي زیاته شوې ده چې ظهیرالاسلام به د خپل امریکایي سیال جنرال دیوید پیتریوس سره په واشنگټن کي وگوري.

د فرانسې خبري آژانس په خپله تبصره کي لیکي، چې په ۲۰۱۱م کال کي په پاکستان کي د ځانگړي امریکایي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کي د اسامه بن لادن تر وژلو وروسته د دواړو هیوادونو اړیکي سختي ترینگلي شوي وې او دغه سفر، د اړیکو د بیرته ښه کیدو خوا ته یو زیگنال دئ.

د پاکستان د پوځ له خوا په دغه لنډه بیانیه کي نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو د پاکستان یوه جگپوړي امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي دواړه مشران به د ترهگرۍ ضد جگړه کي د همکاریو او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په اړه خبره اتري وکړي.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چي ظهیر الاسلام به دا غوښتنه هم وکړي چي د متحده ایالاتو له لوري د طالبانو او القاعدې پر وړاندي د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ودروي او د دې پر ځای به د پاکستان له لوري د بریدونو د تر سره کولو په اړه خبري اتري وشي.

په پام کې وه چې ظهیر الاسلام به د جولای د میاشتي په پای کي متحده ایالاتو ته سفر وکړي خو په عاجله توگه دا معلومه نه شوه چي د هغه د سفر د ځنډیدو علت څه دئ.

پاکستان په عام محضر کي د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خلاف دئ. خو د فرانسې خبري آژانس لیکي چي په لومړي سر کي د دغه هیواد مشرانو په پټه د بریدونو اجازه ورکړې وه، خو اوس وایي چي دا د دوی د ملي حاکمیت پر ضد کار دئ او له دې سره په پاکستان کي د متحده ایالاتو ضد احساسات راپاریږي.

خو له بلي خوا د متحده ایالاتو چارواکي په دې باور دي چي دا بریدونه ډیر گټور دي او نه شي کولای چي دغه بریدونه ودروي.

د روان کال د جولای د میاشتې پر دریمه نیټه تر اووه میاشتني ځنډ وروسته اسلام آباد په دې راضي شو چي د ناټو د اکمالاتو پر وړاندي خپله تړلې لار پرانیزي.

د تیر کال د نومبر په میاشت کي د ناټو په یوه هوایي برید کي د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر وړاندي پاکستان خپله پوله تړلې وه.

اوس داسي ويل کيږي چي د ياغيانو د احتمالي بریدونو د خطر له امله دي افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي لاریو سفر په مؤقتي توگه ځنډيدلی وي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل